نظــر

يمن بحران: پاکستان د ګاونډي ايران او دوست سعودي تر منځ

احمدجرس

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وري۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د يمن کشالې په اړه پاکستان د ګاونډي ايران او لرې پروت نږدې دوست سعودي عربستان تر منځ د ايران په غوښتنه له نظامي پلوه بې پرې دريځ نيولی او په ډيپلوماتيک ډګر کې ټينګار کوي، چې د ریاض غوښتنې بايد ومنل شي او حوثيانو سره له خبرو اترو وړاندې بايد يمن کې قانوني حکومت قايم شي.

د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د خپلو سيمه ييزو هڅو په ترڅ کې تېره پنجشنبه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته تللی و او د سفر ټوله موخه يې يمن کې د حوثيانو پر ضد د روانو بريدونو مخنيوی و او ټينګار يې وکړ، چې د يمن کشاله بايد د خبرو اترو له لارې حل شي، مګر د جواد ظريف دې غوښتنې ته اسلام اباد مثبت ځواب ونه وايه.
د پاکستان د بهرنيو اړيکو او ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز د ايران بهرنيو چارو وزير سره د ګډ خبري کنفرانس پر مهال ټينګار وکړ، چې حوثي ملېشې بايد د يمن له اشغال شوو سيمو ووځي، د ولسمشر عبد ربه منصور قانوني حکومت قايم او له هغې وروسته بايد د يمن ټولو سياسي ګوندونو سره په ګډه خبرې اترې وشي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير د پاکستان صدر اعظم له هغې وينا وروسته اسلام اباد ته سفر کړی، چې ويلي يې و، ايران دې د سيمې او د سعودي ګاونډيو هېوادونو په اړه پر خپله روانه ستراتيژي او سياست له سره غور وکړي.
لومړي وزير نواز شريف ايراني ډيپلومات ته وويل، چې تهران بايد د خليجي هېوادونو غوښتنو ته درناوی وکړي او حوثيان بايد واک او د يمن اشغال شوې سيمې پرېږدي او د يمن چارې بايد قانوني ولسمشر عبدربه منصور هادي ته وسپارل شي.

بې پرې او ملاتړی

د پاکستان صدر اعظم له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې نواز شريف له ايرانه غوښتي، چې حوثيان بايد د يمن له اشغال شوې خاورې وباسي، تر څو يمن کې سياسي حالات خپل پخواني حال ته را وګرځي.

د ډيپلوماتيکو چارو کارپوه پاکستاني ژورناليست شوکت پراچه الجزيرې تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې له نظامي پلوه پاکستان ځان بې پرې ګڼي او په سياسي او ډيپلوماتيک ډګر کې د سعودي او خليجي هېوادونو د ګټو ملاتړ کوي.

د پراچه په وينا د نواز شريف غوښتنې د څارونکو لپاره د پام وړ دي او دغه وخت کې د نواز شريف څرګندونې ډېرې مهمې دي.

پراچه زياتوي، چې د نوازشريف حکومت سعودي عربستان سره قوي او ژورې اړيکې لري او غواړي، چې د يمني کشالې په اړه مثبت رول ولوبوي، مګر نه غواړي، چې پاکستاني عسکر دې يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد وجنګيږي.

د پراچه په وينا د جواد ظريف طرحه او غوښتنه د اسلام اباد لپاره د منلو وړ نه ده، ځکه چې سرتاج عزيز په ګډ خبري کنفرانس کې د ايران طرحه رد کړه او زياته يې کړه، چې حوثيانو قانوني رسمي حکومت نسکور کړی او ايران بايد پر حوثيانو فشار واچوي، چې د يمن اشغال پرېږدي، قانوني ولسمشر ته واک وسپاري او له هغې وروسته به د ټولو اړخونو تر منځ خبرې اترې پيل شي.

شوکت پراچه وايي، چې د پاکستان له نظره د ايران نظر او غوښتنې د منلو نه دي او د ايران طرحه د يمن بحران نور هم پراخوي.

متوازن دريځ

د پاکستان د «دايمي پرمختګ» انسټيټيوټ رييس عابد سولاري الجزيرې ته وويل: پاکستان هڅه کوي چې د يمن کشالې په اړه يو منځلاری دريځ ونيسي، تر څو د يمن روان بحران د سيمه ييزې شخړې رنګ وا نه خلي.

«له همدې امله پاکستانه له ايرانه غوښتي، چې يمن کې د حوثيانو له ملاتړه لاس واخلي او ويې هڅوي، چې د يمن له اشغاله لاس په سر شي.»

د پراچه په وينا پاکستان، چې سعودي سره قوي او ژورې اړيکې لري، له تېرې څه مودې راهيسې سيمه کې د ايران پراختيايي فکر اندېښمن کړی دی.

بل پلو پاکستان ايران سره پيکه اړيکې لري، د پاکستان او ايران سرحدي سيمې له تېرو څو کالو راهيستې د شخړو او لانجو ښکار دي او نه غواړي، چې په ښکاره د ايران دښمني په سر واخلي.

سولاري زياتوي، چې پاکستان ايران سره هم د ګډو اړيکو او ګټو په اړه فکر کوي او په ځانګړې توګه، چې کېدای شي، راتلونکي لنډ وخت کې د ايران اتومي ستونزه حل او اقتصادي بنديزونه ترې لرې شي او کېدای شي له هغې وروسته دواړه هېوادونو ګڼ شمېر تړونونه وکړي.

د دې تړونونو تر ټولو مهم يې د پاکستان او ايران تر منځ د ګاز پايپ لاين تړون دی، چې ايران يې خپله خاوره کې له نېمې زيات کار کړی او پاکستان په تمه دی، چې پر ايران لګېدلي بنديزونه لرې شي او له هغې وروسته به د ګاز پايپ لاين دغه پروسه پر مخ بيايي.

سرچينه: الجزيرة.نت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x