افغانستان

غزنی: مقر کې له یوې اوونۍ راهیسې جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د غزني د مقر ولسوالي اوسېدونکي وايي چې له نږدې يوې اوونۍ راهیسې د دوی په سیمو کې د دولتي عسکرو او طالبانو تر منځ جګړه پیل شوې ده او عام ولس تر جګړې لاندې سیمو نه کډه شوی دی.

د غزني د مقر په ګداخېلو، عزت کلا ، محمود چمبرانو او انعام خېلو کې د سیمې د طالبانو او اربکیانو، پولیسو او ادرو ترمنځ جګړې نښتې دي، چې تېره ورځ هم د دې جګړې د تلفاتو شاهده وه.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دوی جګړه له لرې څاري، له نږدې يوې اوونۍ راهیسې له سهاره تر ماښامه جګړه روانه وي، چې د شپې په بره کېدو سره ډزې کمزورې شي او سهار بیا هم جګړه روانه وي.

د دوی په خبره د مقر له بېلابېلو سیمو ګڼ اربکیان په ګداخېلو کې مېشتو اربکیانو ته د مرستې لپاره راغلي او هم ورسره په نږدې ورځو کې د دوی د ملاتړ لپاره د اردو عسکرو خپلې پوستې جوړ کړې دي او طالبانو هم ورته ښکاره سنګرونه نیولي چې له نږدې یوې اوونۍ راهیسې یو لوری هم په شا نه دی تللی.

طالبانو پرون خبر ورکړ، چې په دې سیمه کې يې شپږ عسکر وژلي او دوه نور ټپیان کړل او هم يې د خپلو دوو ملګرو د له منځه تللو خبر ورکړی دی.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا په سیمه کې د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي او د اردو تخریب شوی ټانګ دوی پخپلو سترګو لېدلی دی.

د ګداخېلو اوسېدونکو چې اوس يې ډېری نږدې کلیو ته کډوال شوي دي، د دولت له لوري د جګړې په اوږدو کې شکایت کوي، چې که يې کوم عسکر ټپی هم شي، نو غچ يې له ولسي وګړو اخیستل کېږي.

تر دې وړاندې د غزني په شلګر او ده یک کې هم خلکو د دولت له لوري د پیل شویو عملیاتو په پایله کې د ۷۰ تنو عامو وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ او د دې عملیاتو په غبرګون کې يې د غزني د ولایت مقام مخې ته لاریون ترسره کړ.

دولتي لوري هم په مقر کې د نښتو او جګړو تاييد کړی دی، خو د تلفاتو په اړه يې کره شمېره نه ده ښوودلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوفان طوطاخیل

داسلامي امارت مشرانو ته پکار دي چې دمقر ولسوالۍ ته ګڼ شمېر مجاهدین او وسلې ورسوي ترڅو ګوډاګیان له سختي شرمیدلي ماتي سره مخ شي او دا ستراتیژیکه سیمه یوځل بیا دمجاهدینو لاس ته ولویږي ، نورخلک هم په سیمه کې له اربکیانو اوغلو پولیسو ترستوني راغلي طالبانوته یې زاره چوي نو پکار دی چې اسلامي امارت د ولسي خلګو دملاتړ په موخه سیمي ته ګڼ شمېر جنګیالي مجاهدین ولیږي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x