افغانستان

مطمئن: د سولې لپاره نه، د سولې پر ضد هڅې روانې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د سیاسي چارو شنونکی انجینر نظر محمد مطمئن د دولت له لوري د سولې هڅې شعاري تبلیغات وبلل او ويې ویل چې دولت د سولې لپاره نه، بلکې د سولې پر ضد هڅې کوي.

مطمئن وايي چې دولت د سولې ادرس غلط کړی او تل يې د سولې په شعاري تبلیغاتو ولس غولولی دی.

نظر محمد مطمئن له یوې شخصي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د سولې شورا چې د ګډ حکومت لپاره د سولې د هڅو فعال سیمستم بلل کېږي، داسې خلک پکې راټول دي چې ډېری يې د طالبانو پر ضد په جګړو کې بوخت و او پخواني جنګسالاران دي.

مطمئن دا هم وویل چې د سولې شورا په غړیو کې ځينې شل ـ دېرش زره ډالره معاش لري، چې دا د سولې د هڅو په بدل کې ورکول کېږي، د مطمئن په خبره دا غړي حاضر نه دي چې د سولې په راتګ خپل دغه زرګونی ډالري معاش له لاسه ورکړي.

د دوی په خبره د سولې عالي شورا د منځګړي په توګه نه، بلکې د یو مخالف لوري په توګه واقع ده، چې د سولې هڅې به يې کومې پایلې ونه لري.

د سولې د عالي شورا غړی او ویاند مولوي شهزاده شاهد بیا وايي چې دوی زرګونه ډالره معاش نه لري، بلکې پنځه سوه ډالر یا هم د هغوی معادل معاشونه ورکول کېږي.

شهزاده شاهد د ګډ حکومت د دویم مشر هغو څرګندونو ته چې د سولې شورا يې «بې اهمیته» بلله، وویل چې دوی باید د سولې شورا د بدیل په اړه هم فکر وکړي.

د ګډ حکومت د دویم مشر عبدالله عبدالله لومړي مرستیال انجینر محمد خان پرون رسنیوته ویلي و،چې د سولې شورا «هیڅ اهمیت» نه لري او تر شتوالي يې، نه شتون غوره دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x