
خوږياڼو کې اوه پوليس مسموم شوي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، وري۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو سيمه کې د يوې پوستې اوه پوليس مسموم شوي دي.
جلال اباد څخه د نن ټکی اسيا همکار وايي، چې تېره ورځ د وزيرو سيمې يوې امنيتي پوسته کې اوه پوليس مسموم شوي او اوه واړه پوليس د جلال اباد صحت عامې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د خوږياڼو چارواکي تر اوسه دا خبر نه مني، مګر د نن ټکی اسيا همکار د يوې امنيتي سرچينې له قوله وايي، چې د خوګياڼو وزيرو سيمه کې جهادي ليسې ته څېرمه د خاکسار پاچا پوسته کې اشپز په خوراک کې مسمومونکي توکي اچولي او اوه پوليس يې مسموم کړي دي.
د سرچينې په وينا اشپز د لوخۍ اوسيدونکی دی يوه کلاشينکوف او يوه پيکا له ځانه سره وړي دي.
د مسموم شوو عسکرو د روغتيايي حالت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.