افغانستان

«د ګلخانې او سپېدار تر منځ اختلافات حل شول»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): له ارګه د جمهوري ریاست وياند وايي چې د جمهوري او اجرايوي ریاستونو تر منځ اختلافات موجود و، خو په خبره يې اوس حل شوي دي.

اجمل عبید عابدي چې په ارګ کې د جمهوري ریاست وياند وايي چې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو تر منځ په ځينو برخو کې د « نظر اختلاف » و، خو څو ورځې وړاندې دا اختلافات په ټولیز ډول حل شول.

تر دې وړاندې د دولت په لویو او وړو مسئلو کې ویل کېدل، چې د ګلخانې او سپېدار ماڼيو تر منځ ناندرۍ د مسايلو د نه حل علت دی.

د اشر ف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د مشرې پر سر له ناندریو نیولې د دفاع وزارت د نوماند پر سر تر اختلافاتو پورې په ډېرو مسايلو کې قوي اختلافات د دې سبب شوي چې ګډ حکومت پخپله اوه میاشتنۍ دوره کې کومه لاسته راوړنه نه لري.

عابدي پخپلو خبرو کې د اختلافاتو علتونه او د اختلاف موضوعاتو ته اشاره نه ده کړې، خو ويلي يې دي چې ښايي له دې وروسته د دواړو مشرانو تر منځ اختلاف نه وي.

که څه هم د ګډ حکومت لپاره د اختلاف ناندریزه مسئله د یمن په مقابل کې د سعودي عربستان ملاتړ هم و، خو لا هم د دفاع وزارت لپاره نوماند وزیر نه دی معرفي شوی.

اجمل عبيد عابدي دا هم وویل چې د اختلافاتو تر حل وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري له اشرف غني سره تلیفوني خبرې وکړي، خو ويې ونه ويل چې د دوی د خبرو موضوع څه وه، مګر جان کېرې د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ پخوانی «قاضي» دی، چې دواړه يې د واک پر وېش هم قانع کړل.

د شنونکو په باور د عابدي څرګندونې دا معنی لري چې ممکن دواړه مشران د دفاع وزارت چې تر ډېرو ناندریزه مسئله ګڼله کېدله، د نوماند وزیر پر سر هوکړې ته سره رسېدلي وي.

عابدي په داسې حال کې د دواړو مشرانو تر منځ د اختلافاتو د حل خبر ورکوي، چې پرون هم په ولسي جرګه کې ګډ حکومت ناقانونه وګڼل شو او د هېواد په ټولو ناندریزو مسئلو کې د ګډ حکومت ادراه یوه «ناکامه اداره » وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x