ټکنالوژي

دغه اپلیکیشنونه د ماشوم په ساتلو کې مو مرسته کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه ۱۳۹۴ل): نړۍ د سمارټ فون او اپلیکیشنونو په برخه کې ډیر زیات پرمختګ کړی تر دې حده چې داسې اپلیکیشنونه هم جوړ شوي چې له مور او پلار سره د ماشوم په ساتلو کې مرسته کوي.

دلته مو له هغو اپلیکیشنونو سره اشنا کوو چې د ماشوم په ساتلو کې مو دیره زیاته مرسته کولی شي:

ډورمي (Dromi):
د دې اپلیکیشن استعمالولو لپاره باید دوه سمارټ فونه ولرئ. یو سمارټ فون له ماشوم سره په کوټه کې باید کیښودل شي او دوهم سمارټ فون باید مور یا پلار له ځانه سره وساتي. په دې ډول مور او پلار کولی شي له لرې فاصلې څخه هم خپل ماشوم تر نظر لاندې وساتي.

د ماشوم په کوټه کې ځای پر ځای شوی سمارټ فون خپل حساس مایکروفون په مرسته په کوټه کې هر ډول غږ مور او پلار ته استوي تر څو هغوي وکولی شي د مختلفو پیښو مخه ونیسي.

فيډ بېبي (Feed Baby)

دغه اپلیکیشن د ماشوم غذايي اړتیاو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کوي. د دې اپلیکیشن په مرسته میندې کولی شي د ماشوم لپاره ګټور خواړه برابر کړي. دغه اپلیکیشن کې د خوړو برابرولو طریقې په اړه معلومات هم وړاندې شوی.

د دې اپلیکیشن په مرسته میندې کولی شي پر وخت خپلو ماشومانو ته خواړه ورکړي ځکه چې دغه اپلیکیشن ښيي چې په کوم وخت کې باید کوم ډول خواړه ماشوم ته ورکړل شي.

بېبي ډې بک (Baby Daybook)
دغه اپلیکیشن د ماشوم روغتیا په اړه معلومات وړاندې کوي. په ورځنۍ ډول دغه اپلیکیشن د ماشوم لپاره د مختلفو درملو، واکسینونو او نورو روغتیايي برخو کې معلومات وړاندې کوي. د دې اپلیکیشن په مرسته مور او پلار کولی شي خپل د ماشوم روغتیا تر څارنې لاندې ونیسي او د ضرورت پر وخت ډاکټر ته مراجعه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x