نظــر

د اشرف غني لور څوک او چېرې ده؟

لیکواله: ژیلا ناصري
ژباړن: یونس رسولي

د اشرف غني لور چې د نیویارک له بروکلین پوهنتون نه په عکاسۍ کې ماسټري لري، ۳۶ کاله وړاندې په همدې ښار کې زېږېدلې ده، چې د خبرو لپاره ورسره کېنستم، په دري ښه غږېدلی شوه، خو په ټولو اوو زده کړیو ژبو کې يې پخپله خوښه په انګلیسي خبرې شروع کړي.

مریم غني په ځانګړي مکان او زمان کې عکاسي کوي، چې د افغانستان تاریخ يې هم د عکاسۍ یوه برخه ده. هغې د « لنډ تاریخي سقوط» تر سرلیک لاندې د خپلو تصویرونو په نندارتونو کې د المان د کسل ښار له کابل ښار سره پرتله کړی و. مریم غني وايي چې دې نندارتون کې وړاندې شوي تصویرونه ډېر سره ورته و، د دې په خبره د المان فریدراسیوم موزیم چې مشهور الماني انجینر والتر هاردین يې طرحه او نقشه وړاندې کړې وه، د کابل له دارالامان ماڼۍ سره بېخې ورته دی.

مریم غني له خپل پلار اشرف غني سره په ګډه د « افغانستان لکسیکان» په نوم په ۷۲ برخوکې کتاب لیکلې، چې هغې په نیویارک کې د دې کتاب دوولس برخې د تصویرونو په بڼه په یو نندارتون کې وړاندې کړې. هغې د افغان ښځو په برخه کې د خپلې مور د هڅو ستاینه وکړه خو ویې ويل چې پخپله يې تر اوسه په افغانستان کې د ولسمشر د لور او یوې هنرمندې په توګه خپل ځان نه دی ښوودلی.

د مریم غني هنري کارونه

مریمې د خپل پلار او سیاست په اړه ډېر څه نه راته ویل او په امریکا کې هم له سیاسته لرې، یوه ماډرنه هنرمنده، فلمسازه او عکاسه پېژندل کېږي. اوس هم د هغې کارونه لکه بې پایه پروژه دوام لري، دغه اوس په نیویارک کې د « ښار او ښار، له ډبرې اوبه، د تاریخ سقوط» تر سرلیکونو لاندې د هغې د تصویرونو نندارتون فعال دی.

د ښار او ښار د فلم په اړه مریم وايي چې د دې کتاب د لوستو په مهال کابل کې وه، دې فکر وکړ، چې دا کتاب له ګاونډیو سره د افغانستان ستونزې ښې را ښوودلی شي، ځکه خو يې په همدې نوم فلم پیل کړ. په دې کتاب کې دوه افسانوي ښارونه سره بېلېږي او د پولې پر سر يې جنجال راپیداکېږي، د مریم دې فلم د میزوری ایالت په فرګیسن سیمه کې مخالفت را وپاراوه.

سره له دې چې مریم غني د اشرف غني یوازينۍ لور ده، خو دې ډېر وخت خپلو هنري کارونو، فلمونو او تصویرونو ته ورکړی دی او ډېر وخت پخپلو فلمونو او تصویرونو کې هغه څه ته انعکاس ورکوي چې چا يې په اړه څه نه وي ويلي.

که څه هم مریم د بروکلین مشهوره هنرمنده ده، خو په افغانستان کې هم خپل هنري ځای لري، مریم راته وویل چې دا د لومړي ځل لپاره د بیرنګ په نوم له یو افغان هنرمند سره د انځورونو نندارتون جوړوي او هم د افغانستان ارشیف لپاره د فلمونو کتابتون باندې کار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد احمد

دیوه ملحدلور ،دفحش دنړۍ یوه مردار هډې ، دسرله ويښتانو دپښو ترنوکانو نجسه او….. باندي دنن ټکي په خيالي صفحو کې دهغې مکارې تصویر او به اړه يې ځيني مداحيه الفاظ له قلم اوعقيدي سره جفا ده .

Hameed

محترم محمد احمد صاحب هیله ده چی خپل حواس په کنټرول کی وساتی او داسی ژر عصبی نشی نن ټکی آسیا ډیر پرځای کار کړی چی دا لیکنه یی نشر کړی ده دا لیکنه که څه هم په ظاهر کی د مریم غنی ستاینه کوی ولی په حقیقت کی د مریم غنی او اشرف غنی د ټولی کورنی پرمخ باندی کلک گوزار او چپلاخه ده ځکه په پورته لیکنه کی نوموړی د بیهوده شیانو په عکاسی، فلمسازی، ډمتوب او هنرمندی او داسی نورو بیهوده کارونو په انجامولو یاده شوی چی خپل وخت بیځایه تیروی کوم چی په یوه اسلامی او… نور لوستل »

يونس رسولي

حامد وروره ډېره ښه خبره مو کړې، ما چې دا لیکنه ژباړلې مقصد مې دا نه و، چې دا نو ډېر ښه کار کوي. محمود احمد صاحب په ښکنځلو عادت شوی دی وايي چې تل باید په توندو الفاظو خبري وشي خو دا نرمه او د دوی په اصطلاح مداحیه لیکنه دا ثابتوي چې د یو مسلمان هېواد د پاچا لور چېرته ده او څه کوي؟؟؟

قاري سعيدخوستى

مننه يونس رسولي وروره بھترین مضمون مو ژباڑلى

طوفان طوطاخیل

هغه متل دي وایې : پلار یې ډم ؤ مور یې چچکره وه په زوی یې دخدای فضل وشو چې سید شو ، نو چې پلار یې دامریکایانو ګوډاګی وي ، موریې کلکه عیسوئ وي نو لور به یې چیرته د قرآن حافظه اوساتونکي شي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ميرويس مجاهد

الله(ج) په سورت کهف کې فرمايې:
قُلۡ هَلۡ نُنَبِّئُكُم بِٱلۡأَخۡسَرِينَ أَعۡمَـٰلاً (١٠٣) ٱلَّذِينَ ضَلَّ سَعۡيُہُمۡ فِى ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا وَهُمۡ يَحۡسَبُونَ أَنَّہُمۡ يُحۡسِنُونَ صُنۡعًا (١٠٤)
ترجمه: ته ووايه ايا موږ در وښيو تاسو ته ډير تاوانيان د کړنی(عمل) له نګاه۔ هغه کسان چې ورک (ضايع) يې کړی خپل کوښښ د دنيا په ژوند کې او دوی ګمان کوي چې بيشکه دوی ښه کارخانه جوړه کړی ده۔
الله(ج) دی موږ ټولو ته د الله د کلام پوهه او عمل رانصيب کړی۔۔۔۔۔۔

محمد احمد

حامدصاحب ! اودانورو ملګرو !زما دکرښو توري مو سم ترنظرنه دی تېرکړي ،سمدستي احساساتي شوي یاست ، ماهلته خبره دتصویر ، اودځينو مداحيه الفاظو وکړه ، دمضمون دنفی خبره نه وه شوي ،

فاروق مجاهد

اسلام علیکم و رحمت الله امید صحت و سلامت و موفق باشید …. بعدا سایتی که پایه اش به اساس صدق و صفا و انعکاس حقایق به طریقه درست و صحیحش گذاشته شده متاسفانه چیزهائ را به چشم می بینیم که موی بر بدن راست میشود …. از آن جمله نشر تصاویر بی حجاب و بی حیاء که از نگاه اسلام قطعا مردود و گرفتن ، گذاشتن، ذخیره کردن و نشر کردن چنین تصاویر قطعا حرام است …. آنرا درین صفحات می بینیم ……….. پس منحیث یک برادر کوچک تان برائ تان توصیه و یاد دهانی میکنم که : اولا… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x