ټکنالوژي

مایکروسافټ خپل نوی براوزر د ازموینې لپاره وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه ۱۳۹۴ل): مایکروسافټ کمپنۍ خپل نوی اپریټنګ سیسټم یعني وینډوز ۱۰ د سمارټ فون کاروونکو ته هم د ازموینې په موخه وړاندې کړ چې دغه نوی اپریټنګ سیسټم کې يي خپل نوی براوزر کوم چې سپارټان (Spartan) نومیږي هم ځای پر ځای کړی.

سپارټان د مایکروسافټ کمپنۍ نوی ویب براوزر دی چې دغه کمپنۍ غواړي د انټرنیټ اکسپلورر (Internet Explorer) پر ځای يي کاروونکو ته وړاندې کړي خو دا لومړۍ ځل دی چې دغه نوی براوزر په رسمي بڼه د سمارټ فون کاروونکو ته وړاندې کیږي.

اوس هم انټرنیټ اکسپلورر ۱۱ د مایکروسافټ کمپنۍ د اپریټنګ سیسټم اصلي ویب براوزر دی خو د دې براوزر تر څنګ يي خپل دغه نوی براوزر هم د ازموینې لپاره وړاندې کړی.

د سپارټان د پروژې مسؤل کېل فلګ (Kyl Pflug) خپل ویب پاڼې کې لیکلي:« دغه نوی براورز به د سیسټمونو او سمارټ فونونو کاروونکو ته له یو ډول وړتیا سره وړاندې کیږي. سپارټان براوزر له نوی سټنډرډ سره جوړ شوی کوم چې کولی شي ډیر چټک کار وکړي.»

مایکروسافټ کمپنۍ به لومړۍ خپل نوی اپریټنګ سیسټم د وینډوز کاروونکو ته وړاندې کوي او له هغې وروسته د نورو کمپنیو په سیسټمونو کې به هم کاروونکو ته وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x