د مرکزي بغلان ښاروال د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ ښاروال د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی دی.

د بغلان سرپرست والي عبدالقدیم نیازي ویلي چې سیداحمد ساپی د رشوت اخېستلو په تور  نیول شوی او اوس تر تحقیق لاندې دی.

نیازي ویلي چې په دې اړه نور جزییات نه لري خو د مرکزي بغلان د ښاروالۍ کارکوونکو بیا ویلي چې ښاروال د یو لک افغانیو د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی دی.

په مرکزي بغلان کې د سرای ګندم اجاره دار نجیب الله مبارز ښاروالۍ په فساد تورنه کړې او په وینا یې ډيری عواید په غیرقانوني توګه راټولوي.

هغه زیاته کړې چې د ښاروالۍ کارکوونکي د سرایونو او دکانونو څخه کرایوې ټولوي خو په رسمي توګه یې د ښاروالۍ کتاب ته نه رسوي.

د مبارز په وینا کله چې بار وړونکي موټر مرکزي بغلان ته داخلیږي ښاروالي د ننوتلو په دروازه کې ترې پیسې اخلي خو بېل نه ورکوي.

مبارز ویلي چې دوی څو ځل د بغلان ولایت چارواکو ته په دې اړه شکایت کړی چې بالاخره د رشوت اخېستلو په تور ونیول شو.

د راپورونو له مخې افغانستان اوسمهال د نړۍ په کچه په اداري فساد کې لومړی نمبر دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د