
۱۹ کلن لوبغاړی د لالیګا ځانګړی ریکاډ پخپل نوم کړ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه ۱۳۹۴ل): سانتي مینا ۱۹ کلن لوبغاړی دی چې د سلتاویګو لوبډلې ته لوبه کوي. نوموړی تیره ورځ د رایووایکانو لوبډلې خلاف لوبه کې یو ستر ریکاډ پخپل نوم کړ.
تیره ورځ د سلتاویګو لوبډلې د سانتي مینا غوره او پیاوړی لوبې په مرسته وتوانید خپل سیال رایووایکانو شخصي لوبډلې ته د ۱-۶ په توپیر سره ماتې ورکړي.
۱۹ کلن سانتي مینا د تیرې ورځې په لوبې کې ۴ ګوله سرته ورسول او په دې ډول د لالیګا په تاریخ کې لومړۍ ځوان لوبغاړی شو چې په یو لوبه کې يي ۴ ګوله ترسره کړ.
لږ وخت کیږي چې دغه لوبغاړی د سلتاویګو لوبډلې مشر لوبغاړو سره په رسمي لوبو کې ګډون کوي. نوموړی د دغې لوبډلې یو غیر ثابت لوبغاړی دی چې له چارلز، خواکین لاریوی او نولیتو څخه وروسته د لوبې چانس ورکول کیږي.
سانتي مینا د تیرې ورځې له لوبې وروسته وویل چې هیله لري د سلتاویګو لوبډلې ثابت لوبغاړی شي او هره لوبه کې ورته د لوبیدو چانس ورکړل شي.
نوموړی د دې لوبې په ۲۱مه، ۳۹مه، ۵۰مه او ۵۵مه دقیقو کې ګولونه سرته رسولي.