د یوه ملګری سره زما مرکه

ليكوال: عبدالبصير منيب

ملگری:- السلام عليكم!

زه:-وعلیکم والسلام .

ملگری:-تاسو څومره تعليم كړي؟

زه:- پنځلس کاله مي ښوونځی لوستی ، چې  اكثراً  ممتاز او اول نمره وم، درې كاله مي دانجنيري فاكولته لوستې اوله درې كالو څخه مي زیات له هیواده بهر په کالجونو کې تعلیم کړی. همدارنګه دوه كاله ثانوي دوره كې د رياضياتو تدريس او څو كاله په بهر كي په دفتر كې مصروفيت مي هم د علمی تجاربو له جملې شمیرل کیږي.

ملگری:- دفراغت بری لیکونه مو درسره شته؟
زه: – نخير، ، متاسفانه، یوازی د دولسم ټولګی بری ليك لرم.

ملگری:- نو فعلاً څه مصروفيت لري؟
زه:- اوس تاسو ته څه بيان وكړم ؟ زموږ ځیني په هیواد کې دننه وطنوال داسې فکر کوي چې ګویا  هيواد نه بهر ټول خلك يا گارسونان دي او ياله ورګړو ډک اروپایې سپي مينځي، حال دا چې دلته په بهركې سپي ماشين سره مينځي او بايد مخصوص جواز ولري، حتي د مري جسد مينځول لپاره بايد لايسنس او جواز ولري.

ملگری:- نو تاسو څه بله دنده لری؟
زه:- ورور جانه! هغه د خداي بخښلئ مشري ترور اوښكي او ژړاوې مې را يادي شوي او هغه وخت زه به لس كالو ماشوم وم ؛ چې درې لسيزې د مخه ؛كله چې د هغې زوی امريكا ته  مهاجر شو. نو دې ترور مې چې يو پرچمي وراره درلوده ، هغه به د حسادت له كبله هميشه  مشرئ ترور ته دا خبره كوله چې ستا زوی په افغانستان کې یو ښاغلی او محترم  داكتر و، اوس هلته تشنابونه پاكوي.

ملگری:- نو تاسو ولي د خپلې دندې په ویلو شرمیږي ؟
زه:- نه نه، ورور جانه دا څه د شرم خبره ده؟ ولي به شرميږم. هغه افغانستان دى چې خلك په خپل كسب بأندي شرم كوي،او یوازی په خپل پلار او نيكه ویاړي. او ځينې بيا بهر كې دا وايې چې  زما پلار جنرال او يا رئيس وو او كور مو په وزير اكبر خان يا نوي ښار كې وو. كله چې زه جرمني كې وسيدم يو جرمن زما نه دا پو ښتنه وكره؟  چې دا وزير اكبر خان او نوي ښار دير لوي ځاي دى؟ ما ورته وويل دا څنگه؟ هغه جرمن په ځواب كې وويل؛ ځكه تاسو افغانان هريو دا خبره كوي چې زما كور وزيراكبر خان او نوي ښار كې وو.

زه دلته په بهر كي هغه كسب لرم چې افغانستان كې خلك ورته خليفه وايې اوپه سپك نظر ورته گوري.

ملگری:- یانی تاسو هلته په بهر كې د ډم توب مصروفيت لري؟
زه:- نخير، زه دلته  تكسي چلوونكئ يم چه دوي ورته تكسي درايور وايي؟

ملگری:- خير چې تاسو ښه تعلیم هم کړی نو بیا ولی د کار لپاره بیرته خپل هیواد ته نه راستنیږي؟
زه:- ما تاسو ته د مخه وويل، چې دفراغت سند نه لرم. نو تاسو څه فکرکوی چې هلته به ماته کومه رسمي دنده پيدا شې؟

ملگری:- هيواد كې دننه د تعليم او تحصيل معيار نشته؛ جوالى، والى دى او والي بيا د جوالی دنده سر ته رسوي. د ولس مشر لومړي مرستيال بيسواده او تعليم څخه محرومه دى. د ولسي جرگي لومړي مرستيال هم بيسواده او هم غل دى ،هغه كس چې په مقننه بخش كې اداري مسووليت لري.
نو زما په فکر؛ تاسو او نور دوستانو ته به آساني كار پيدا شي.
زه :- نو داسي چې دى بيا ماته څنگه داسې غلطه مشوره راکوی؟ د خداي په امان ملگریه!

ملگری:-  ډیر وبخښه! رښتيا  زما فكر هم نه و. په مخه دې زیړې ګلونه!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د