کرزی درسوایی په چپنه کی

loyajirga2011 4کرزی څو څو ځله د ولس په دښمنی تورن سوی دی . خو د واک ګډئ یی سترګی ور پټی کړی دی ، یوه ورځ دوام د ریاست پر چوکی ،او خدمت و قوماندان سالارانو ته  غنیمت بولی . اما اساسی عامل ، هغه ډاډ  دی چی متجاوزینو  او ولس دښمنه تنظیمنو دده او دده د کورنی د ساتنی په هکله ورکړی دی ، حتی تر واک وروسته هم.
له بله طرفه جناب کرزی داسی کوم ولسی بګراونډ او تاریخ هم نلری چی د هغه د ساتنی لپاره د ولس په چوپړ کی ودریږی.

تاسو ټولو واوریدل چی (دیمستورا) د ملل متحد د سرمنشی نماینده په افغانستان کی ،چی تیره اونی یی د کار موده پای ته ورسیدل د الجزیره تلویزیونی چینل سره په ځانګړی مرکه کی یو ځل بیا کرزی د قوماندان سالارانو په حمایت او ملاتړتورن کړ. او اوسنی حکومت یی د مجاهدینو؟ د واکداری د مجرمینو څخه جوړ وبللی هغه کسان چی د خپلی تیری واکمنی پر مهال یی تنها په کابل کی  شپیته زره بی ګناه انسانان ووژل ، ښایسته کابل یی په کنډواله بدل کړ ،هیواد یی د تجزیی ترپولی ورساوه او حتی د کابل ښار یی پر نواحیو وویشی، ولس یی د قومی ،نژادی ،سمتی او لسانی په تفرقو کی د بدبختی کندی ته ورواچاوه. ددی واقعیت ناری سوری ولس او لیکوالانو ډیری وهلی دی خو داځل د ملل متحد د منشی یو رسمی استازی په نړیواله کچه ږغ پورته کړ . فکر کوم دا به په لس کلن ناورین  کی د نړیوالی ټولنی اولین رسمی اعتراف او توپک سالارانو د دوباره زوال زیری وی .صرف دالمان سفیر د تنظمی جګړو په دوران کی   ویلی وه  چی دا تنظیمونه تر هغه د واک لپاره سره جنګیږی چی معلومه سی   څوک ددی (قبرستان ) یا هدیری پاچا کیږی ،اوس هم پس له دؤ لسیزو بیا رغونی څخه وروسته  د دارلمان ماڼی د هغه ترخه واقعیت نقلونه او داستانونه له ځانه سره لری  .

خو کرزی عاشق دی  دده په اراده کی نه ده ، زړه یی پر تنظیم سالارانو بایللی دی ، بده یی نه  پرپیرزو کیږی حتی په ناروغی یی خوابدی کیږی . همدا اوس دوستم  وکرزی ته وویل چی ناروغه یم . ویل کیږی چی پر سر یی درد دی او ډیرو شرابو څیښلو یی ګیډه هم  خرابه کړی ده . کرزی ډیر خواشینی سو فورا یی وزارت خارجه ته لارښونه وکړل چی سیاسی پاسپورت ور جوړ کړی او هندوستان ته یی داسی ولیږی چی د هند دولت یی په تشریفاتو بدرګه  کړی . سربیره پر هغه یی هدایت وکړ چی دپهلوان اقتصادی وضع ښه نه ده ، نو ځکه دده د سفر مصارف دی   هم  دده د خدمتونو په نظر کی نیولو سره ،د ملت د بودیجی څخه اجرا سی . او ورته تفهیم یی کړل چی ( پهلوان من بعد از هر نماز دعا برایت میکنم). هغه هم متقابلتا داسی ښکاره کړل چی دا زما پر ولس حق دی نه ستا کمک .

دا په داسی حال کی ده چی د ارګ د ماڼی پر شاوخوا په لسهاو کونډی او یتیمان هره ورځ د اوښکو په تویولو فقر کوی حتی ددولت کښته رتبه مامورین د لوږی له کبله په ډول ډول ناروغیو اخته دی . د روسانو د تجاوز پر مهال روسانو  په یوازی ځان د ټول افغانستان د دولت مامورینو ته کوپونونه ورکړی وه چی د هغه پر بنسټ هرمامور هره میاست شپږ قلمه د ژوند اولیه مواد مفت تر لاسه کول . خو اوسنی تجاوز دومره ظالم  دی چی د څلویښتو سرمایدارو هیوادونو په شتون کی یو قلم اولیه توکی هم تنها د کابل مامورین نسی تر لاسه کولای . په هغه وخت کی معاشات د یوه قانونی سیسټم پر اساس بیله تبعیضه یو شان اجرا کیدل ، خو اوس په حکومت کی معاشات  تر لس ډوله هم زیات دی . د عادی معاش ، سوپر سکیل ، فوق العاده او نورو عنوانو لاندی  مختلف معیارونه وضع سوی دی ، د معاشاتو د ډیروالی اندازه و تنظیمو ته په نژدیواله او وفاداری اړه لری. خو ډیر ترین معاشات او امتیازات هغه کسان ترلاسه کوی چی د متجاوزینو سره یو ځای راغلی دی او یا راغوښتل سوی دی.

سربیره پردی د جناب کرزی او دده د خارجی متحدینو دسخاوت لمنه پراخه ده ، ولس هم خالی لاس نه پریږدی . تاسو به اوریدلی وی چی د هر مړی پر سر دوه زره ډالره او و هر زخمی ته زر ډالره ورکوی .البته هغه هم هغو مړو او زخمیانو ته چی د امریکا د ارمانونو لپاره او یا دهغوی په تمریناتو کی قربانی سوی یا زخمی سوی وی.

کوم وخت چی په سپینه ماڼی کی د افغانستان او عراق خلاف جګړه طرح کیدل او بوش د امریکایی تریبیونو څخه دا جګړه د صلیبی جګړو په نوم یاده کړل نو په اول قدم کی کرزی او ترڅنګ یی د اسلام هغه انګریزی ټیکه داران چی د مسلمان وژنی کافی تجربه یی درلود حاضر سول د تجاوز په سنګر کی د افغان ولس پرخلاف بډی را ووهی او د ډالرو د ترلاسه کولو لپاره د افغان ولس د کونډیانو او یتیمانو په ژړولو یی پيل وکړ.

تاریخ ټولو دغه ناخوالو ته په لویه حوصله په خپل زړه کی ځای ورکوی. متجاوزین به بالاخره مجبور کړل سی چی شاته تګ وکړی خو توره د بدنامی لکه به د کرزی او جنګ سالارانو پر تندی پاته وی او د ذلت ژوند به ددوی او ددوی د کورنی داسی په برخه وی  چی په ژوندانه کی به په دایمی دوږخ کی ولاړ او ضمیر به یی هر ان د اور په لمبو کی  سوځل کیږی .

 افغان ولس د څلورو لسیزو را پدی خوا سربیره پر لوږه او تنده  ، قربانی هم ورکوی . کورونه او کلی یی هره ورځ ورانیږی ، هره ورځ ماتم ،او د فاتحو کمبله یی نه ټولیږی. خو نه تنها کرزی په ورین تندی ولس ته د تروریستانو او جنګ طلبو خطاب کوی بلکه د هغه ورځی څخه چی یی اوریدلی دی چی د قطر خبری اتری پیل سوی دی د کابل په مزدورو تلویزیونو کی یی د ګردی میزونو په جوړولو پیل کړی او اکثرا وطن دښمنه عناصرو ته چانس ورکوی چی ډیر سپک الفاظ و لوی اکثریت ته استعمال کړی  حتی دا ګردی میزونه یی د احساساتی شعارونو تر پولی رسولی دی.خو هیره کړی یی ده چی ذلت او عزت د یوه قادر په اراده کی دی.

بلی! د کابل واکداران داسی د ثروت او عیش په عشق کی لیونیان سوی دی چی د تاریخ څخه یی هم عبرت نه دی اخیستی . د استعمارګرانو انډیوالی د مزدورانو سره تر هغه وخته دوام کوی چی یایی اهداف تر لاسه سی او یا د شکست په یونیفورم کی و شاته تګ ته مجبوره کړل سی . وروسته تر دغه دوو حالتو یی اصلی دښمنان هغه مزدوران دی چی ددوی په ګوډاګیتوب کی  سپین ږری سوی وی.

د دنګو دنګو ماڼیو او کاډیلاک موترو او مور غالیو مستی ،ددی اجینټانو سترګی ړندی کړی ،غوږونه یی کاڼه کړی او پر زړونو یی مهر ور لګولی دی. نو ځکه یی د پوهیدو ،اصلاح او فلاح امید ناروا دی.

دولس  امانت یعنی حکومت یی غصب کړی  دی، خو لکه د پلار او نیکه میراث چی یی وی هغه کسان پر مقتدرو چوکیو مقرروی چی یایی خپلوان یایی دقوم ،یایی د جنایاتو ملګری او انډیوالان وی . د اسلام ناری وهی خو بی خبره له دی چی د غاصبانو قرارګا جهنم دی. د حکومت څخه یی سهامی تجارتی شرکت جوړ کړیدی ، ټوله مقرری د څلورو پنځو تنظیمو په برابره ونډه تر سره کیږی .لکه څنګه چی په وزارت داخله کی د شل کسانو په حدودو کی ،دوی اونی د مخه  جنرالان او پر لوړو منصبونو مقرر سول چی څلور یی د سیاف د تنظیم ، پنځه د وحدت د تنظیم پنځه د نظار د شورا او پنځه د دوستم د تنظیم څخه دی . دا ټولو کسانو د مقرر کیدو سره سم په چور او تالان شروع وکړل ځکه دا یی اوریدلی دی چی د قطر د خبرو اترو دوهم پړاو د شروع په حال کی دی نو خدای خبر چی سبا به دوی پاتی وی که یه.

  د نزعی په حال کی دولت چی د مرګ سلګی وهی بیا هم نوی تعینات کوی او ویل کیږی چی په وزارت خارجه ،سفارتونو، په اصطلاح د سولی شورا او د انتخاباتو په کمسیون کی داسی تغیرات راوستل کیږی چی  پیژندل سوی چهری  له یوه ځایه بل ځای ته اړول کیږی. که څه هم دوی خپله پوهیږی چی دا اړول او را اړول د هیواد او ولس په حال کی هیڅ بدلون نه را ولی ، اما د استعمار نازدانه ګان باید د مختلفو چوکیو او مقاماتو خوندونه ووینی ،د موقع څخه باید استفاده وکړی ،اوس لا کرزی سته ، که سبا ورځ ولس واکی راسی نو ددوی به ارمان پر زړه پاتی نه وی .

شاید د افغانستان په تاریخ کی داسی ګوډاګی او قانون پایمالونکی رژیم ساری و نلری. اوس چی   دسولی هغه زمزمی تر غوږ سوی دی   چی لا یی پایلی معلومی نه دی. خو دوی لکه شدیده تبه چی پر راغلی وی پرتی وای. کله امریکا ته اخطار ډوله وای په یوه میاشت کی باید د بګرام زندان افغان لوری ته وسپارل سی ، خو امریکا د رد جواب ورکړی کله وای نور دی د شپی عملیات بند کړل سی خو امریکا د ایساف د ویاند په خوله د رد جواب ورکړی. کله وای موږ د افغان ولس منتخب استازی یو خو ولس یی په وړاندی سرښندنه کوی ، جناب کرزی پس لس کاله متوجه سو چی په څه ډول ځان مستقل ریس جمهور معرفی کړی . هغه هم لکه بی ګودره چی په اوبو ګډیږی ، تر خپلی اندازی او صلاحیت په لوړو خبرو پیل وکړی ولی د ترټنی سره مخ سی .

دا ټوله ناخوالی ډیری کرزی او قوماندان سالارانو ته هم متوجه نه دی ځکه دا معلوم او ازمایل سوی خلګ دی ، اما دا چی د بن د اول کنفرانس له خوا پر افغان ولس و تپل سول د امریکا دښمنی د افغان ولس په وړاندی په ګوته کوی . اوسنی حاکمان د مرګ او ورانیو معتادان دی ، هغوی مریضان بلل کیږی لکه د هیروینو معتادان باید روغتونونو ته لیږل سوی وای نه داچی معتادان د افغان ولس پر سر حاکمان تپل سوی وای. خو یو متل دی چی وای ( ماهی چی هروخت د اوبو څخه ونیسی تازه دی) دامریضان که اوس هم یا روغتونونو او یا د قانون منګولو ته وسپارل سی ناوخته نه دی. 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د