افغانستان

کندهار ښار: په چاودنه کې پولیسو ته مرګ ژوبله رسېدلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار ولایت په مرکز ښار کې د یوې چاودني په ترڅ کې یو شمېر پولیس مړه او ټپیان شوي دي.
دغه چاودنه چې نن سهار اته بجې شاوخوا د کندهار ښاړ اړوند په څلورمه حوزه کې را منځته شوې، هدف یې د پولیسو یو رینجر ډوله موټر ښودل شوی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی آسیا ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پولیسو رینجر ویجاړ شو، او په کښي سپاره ۸ کسه پولیس ووژل شول.

بل خوا د سیمي څخه عیني شاهدینو هم د پيښي تصدیق کړی، او ویلي چې پيښه د څلورمي ناحیې اړوند د میرویس نیکه لیسې په شاوخوا کې د پولیسو په رینجر ډوله موټر را منځته شوې چې له کبله یې یو شمېر پولیس مړه او ټپیان شول.
هغوی د پيښي د قربانیانو دقیقه شمېره نه ده ښودلې، او زیاته کړې چې پولیسو د پيښي سمدستي وروسته سیمه کلابنده کړه، او څوک یې نه پرېښودل چې د پيښي ځای ته نیژدې ورشي.
د کندهار چارواکو تر اوسه ددې پيښي په اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي چې له هغه وروسته چې په کندهار کې عبد الرازق قومندان د امنیه قومندان په حیث ټاکل شوی، په کندهار کې د پولیسو او ولسي خلکو تر منځ واټن زیات شوی، او په ښار کې بې امنیتي زیاته شوې ده.
د کندهار ځیني اوسیدونکي تور لګوي چې د عبد الرازق قومندان په کندهار کې قومي اختلافونو ته وده ورکوي، او د ځینو قومونو مشرانو په وژنو کې هم لاس لري.

kandahar_police_ranger_blasted1 kandahar_police_ranger_blasted

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x