نظــر

راپور د «ازادۍ راډیو» دی قضاوت به مونږ وکړو

شریف جواد

تېره ورځ د ازادۍ راډیو پښتو څانګې په خپله فیسبوک پاڼه د (افغانستان لپاره کوم مشر غوره دی) تر سرلیک لاندې یوه ټولپوښتنه مطرح کړه. ټولپوښتنه چې تر دمګړۍ پورې د دې راډیو په فیسبوک پاڼه پرته ده، او د ببرک کارمل نه نیولې تر اشرف غني پورې يې د هیواد د ولسمشرانو له انځورونو سره مل خپره کړې، د لوستونکو له پراخ ګډون سره مخ شوې.

تر دې ټولپوښتنې لاندې په یوه ورځ کې زرګونو کسانو تبصرې کړي، که هر څوک دې ټولپوښتنې ته مازې سر ورښکاره کړي، اوچته به محسوس کړي چې د لوستونکو غوڅ اکثریت ملا محمد عمر خوښ کړی، د هغه واکمني یې د هیواد لپاره غوره بللې، او د طالبانو د امارت ارمان یې کړی.

ډیرو افغانانو د طالبانو د واکمنۍ امنیت، عدالت او قضايي ارګانونه له اوسني نظام سره پرتله کړي او بیا یې د طالبانو واکمني ستایلې. ملا محمد عمر ته رایه ورکوونکو افغانانو لیکلي هغه لومړی قانون په ځان عملي کاوه او بیا په ولس؛ په داسې حال کې چې اوسنی نظام یوازې په غریب باندې قانون پلی کوي او زورور سرې سترګې ګرځي.

یو شمیر افغانانو د ملا محمد عمر د خوښونې لامل دا په ګوته کړی چې هغه یو رښتونی، په وطن مین، ملي ګټو ته ژمن افغان وه، افغانستان یې له کورنۍ جګړې او تجزیې وژغوره او په هیواد کې يې اسلامي نظام ټینګ کړ. ځینو نورو بیا د اسلامي مقدساتو د توهین پیښو په اشارې ویلي چې د طالبانو په وخت کې هیچا د دیني مقدساتو د سپکاوۍ جرئت نه شو کولای، او د اوسني نظام برخلاف دیني مدارسو، دیني علماوو او اسلامي ارزښتونو ته هر چا درناوی درلود.

په ټولپوښتنه کې زرګونو کسانو اشتراک کړی، چې ۸۰٪ ګډونوالو ملا محمد عمر ته رایه ورکړې او پاتې شل فیصده په ډاکټر نجیب، کرزي او اشرف غني ویشل شوي دي. په ټولپوښتنه کې ډیری غیر پښتنو افغانانو هم ملا محمد عمر ته رایه ورکړې او د طالبانو د وخت ښېګڼې يې ستایلي دي.

دا چې د هیواد اکثره وګړي انټرنټ او فیسبوک ته لاسرسی نه لري، د هغو کلیوالو سیمو د اوسیدونکو غږ په دې ټولپوښتنه کې نه شته چې له طالبانو سره د اشغال په وړاندې مبارزه کې اوږه په اوږه ولاړ دي او د ملا محمد عمر تر بیرغ او قیادت لاندې د مال او ځان قرباني ورکوي او د هیواد ازادي او استقلال یې یوازینۍ هیله او ارمان دی.

جالبه دا ده چې یو شمېر هغو فیسبوکي ګډونوالو چې په پروفایل یې د ډاکټر نجیب، کرزي او اشرف غني انځورونه لګولي، د یادې پوښتنې په ځواب کې ملا محمد عمر ته رایه ورکړې، هغه یې اسلام او وطن ته وفادار او د افغانستان لپاره افتخار بللی، او د طالبانو د واکمنۍ امنیت یې د هیواد په تاریخ کې بې مثاله ګڼلی.

د ازادۍ راډیو د ټولپوښتنې څخه دا په ډاګه کیږي چې طالبان د ولس په زړونو کې څومره محبوبیت لري، او دا پخپله د یوې داسې راډیو لپاره چې فقط د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو لپاره ایجاد شوې او مالي بودیجه یې مستقیما د امریکا کانګرس ورکوي، ډیره د شرم او پیغور خبره ده چې د دوی پنځلس کلنو زهرجنو تبلیغاتو هیڅ ځای نه دی نیولی او معکوسه نتیجه یې ورکړې.

ازادۍ راډیو خو د خپلو تبلیغاتو په ډاډ په دې تمه وه چې ګډونوال به په تبصرو کې ملا محمد عمر رد کړي او دوی به بیا د یادې سروې په استناد راپور جوړ کړي چې غوڅ اکثریت افغانان د طالبانو نظام نه غواړي. خو اوس چې ډیری ګډونوالو ملا محمد عمر خوښ کړی، اټکل کیږي چې دغه راډیو به د دې غیر متوقع پایلې په اړه سکوت غوره کړي.

په هر حال، ازادۍ راډیو خپل رول سرته ورساوه او مونږ یې د طالبانو په اړه د خاموش اکثریت له نظر او ملاتړ څخه خبر کړو، اوس بايد ازادۍ راډیو د خپل شعار او سوداګریز اعلان له مخې فیصله مونږ ته پریږدي او مونږ به دا پریکړه کوو چې د افغانستان ولس د چا نظام غندي او د چا نظام غواړي، له چا څخه نفرت کوي او د چا ملاتړ کوي. ازادۍ راډیو دې اوس دا قضاوت مونږ ته پريږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کامل

ازادی رادیو داوسنی استعمار تبلیغاتی سنګردی،چی دومره پوه شی چی خلګ ملاصیب خوشوي په اخیرکي خپله نتیحه بدلوي،داپه یادولره،چي ترنیم زیات لایکونه اوکمنتونه به لیري کړي اومصنوعي کمینتونو اويوطرفوکمنتونه به ازادپریږدي، خوبیاهم ښه شوه جې په ابتداي ډول ددوي دتوقع خلاف حقیقت رابرسیره شو

طوفان طوطاخیل

اوس به هم دازادۍ په حقیقت کې دغلامۍ راډیو سم نیمی لاترهغه هم زیات کمنټونه ډېلیت کړي وي ، کنه وي افغانان الحمدلله تکړه مسلمانان اوپه دین اووطن مین دي چې په داسي سختو شرائطوکې یې داسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین اودهغه دملګرو ټينګه ننګه وکړه چې ټولي نړۍ ورته شاکړه ، یواځي یې دیوه الله جل جلاله په توکل اوپه هغه جل جلاله باندي باور ؤ چې دملامحمدعمر مجاهد ننګه یې وکړه او لا په دې لاره کې ډېري قربانیو ته تیار دي ، الله تعالی دي په ګران وطن کې اسلامي نظام ژر ترژره نافذکړي ترڅویې په… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

الله ج دی د دی لیکنی لیکونکی ورور ته اجرونه ورکړی چه د ازادی راډیو څخه یی دغه د پام وړ ټکی رااخستی ، حیرانونکی ده چه د ازادی رادیو داسی یو کار کوی مګر د دی ابتکار د نتایجو هیله به یی داسی نه وه چه ۸۰ برخی خلک دی ملا عمر ته رایوی ورکړی په هر صورت هغه کار چه د مخالفینو له خوا شوی وی ډیر موثره وی چه د دشمن په خوله دی ښه والی بیان شی . زما هیله له لیکونکی دا ده چه د ازادی رادیو هغه وړاندیز چه خلکو ته یی کړی او… نور لوستل »

میرآغا جمال

کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / راپور د «ازادۍ راډیو» دی قضاوت به مونږ وکړو

راپور د «ازادۍ راډیو» دی قضاوت به مونږ وکړو
زما هیله داده چه هغه فیسبوک پاڼه چه آزادﺉ رادیو دغه پوښتن پاڼه کړی دهغه print screen باید دنمونی په شکل ځای پرځای شوی وای ترځو هغه نور لوستوونکو هم لیدلای وای
مننه

شاه زیب ترین

دا ازادی غلامی راډیو ته چی پردی برابر خلګو کومی رایی په خپلو کمنټونو کی ورکړی چی ګران ملامحمدعمر مجاهد صاحب امیرالمومنین حفظہ اللہ زمونږ رهبر دی اوموږ پری خوشاله یو اوموږ یی مشرې منو موږبه خپل هرڅه دهغه له ژوند نه قربان کړو
همدا کمنټونه یی زیات شمیر ډیلیټ کړی یعنی پاک کړي دي خو الحمدالله موږ نن ټکی اسیاهم لرو چی تل یی دمظلوم ملت چیغه رابرسیره کړی تل تل یی خوږه مینه زموږ مینځ کی شیدلی ده الله دی ورته اوږد ژوند ورکړی مننه — شاه زیب ترین

rehmat jan

دکفرغلامان به سنگه له امیرالمؤمینین ملامحمدعمرمجاهدحفظه الله سخه په افغانستان کی میدان گتی داخوامکان والله که لری افغانان مسلمانان دی دکفرغلامی په هیس قیمت نه منی دغلامی رادیوغولیدلی ده سی داسی تولپوشتنه یی کریده البته دوی به پدی اومیدوو سی اوس به نوپه افغانستان کی سوک غلام اوحورنسی سره بیلولای خونن به پوه سوی یی

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x