ورزش

ای پي ایل: راجستان د ډيلي لوبډلې ته په وروستۍ بال ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ شپږمه لوبه د راجستان رویالز او ډيلي ډیرډیولز لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې راجستان د ډیلي لوبډلې ته د لوبې په وروستۍ بال ماتې ورکړه.

راجستان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او ډګر ساتنې پریکړه يي وکړه. د ډيلي لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او ټاکل شوي شل اورونو کې يي درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۴ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د ډيلي ټول توپ اچوونکي ښه وځلیدل. د ډیلي لوبډلې لپاره اییر په ۳۰ توپونو د درې څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۴۰ منډې جوړې کړې. ډومیني په ۳۸ توپونو د درې څلوریزو په مرسته ۴۴ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د راجستان لپاره مورېس تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. نوموړی خپل ۴ اورونو کې ۳۵ منډې ورکړې او دسیالې لوبډلې دوه لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.

د راجستان لوبډلې په ځوابي توپ وهنه کې د هوډا او رهانې غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په وروستۍ بال پوره او سیالې لوبډلې ته يي په درې ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پيل کې داسې ښکاریده چې دغه لوبه به د ډیلي لوبډلې په بریا پای ته ورسیږي. د لوبې په وروستۍ اوور کې د لوبې ګټلو لپاره ۱۱ منډو ته اړتیا وه چې مورېس او سوتي دغه اوور کې د ۱۱ منډو پر ځای ۱۳ منډې جوړې کړې.

د راجستان لوبډلې لپاره هوډا په ۲۵ توپونو د درې څلوریزو او څلور شپږیزو په مرسته ۵۴ او رهانې په ۳۹ توپونو د دوه څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۴۷ منډې جوړې کړې.

د ډیلي لوبډلې لپاره عمران طاهر تر ټولو غوره توپ اچوونه وکړه. عمران طاهر خپل ۴ ارونو کې ۲۸ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x