افغانستان

نیکولای سرکوزي بالآخره افغاني مقاومت ته دتسلیمي سر کوز کړ !

sarkoziدجمعې په ورځ غرمه مهال دافغان ملي اردو یوه تن باشهامته سرتیري دکاپیساولایت په تګاب ولسوالۍ کې دخپلې وسلې خوله  دفرانسوي ځواکونو په لور واړوله اوپه یوه ماشه یې ۴تنه پوځیان مړه او ۱۷ تنه نوریې دځان په وینو سره کړل .
دفرانسوي ځواکونو لپاره  دجمعې دورځې دغه برید د۲۰۰۸ کال  داګست دمیاشتې ترهغه  برید په کوم کې چې ۱۲ تنه فرانسوي سرتیري مړه او ۲۱ تنه نور ټپیان شول دوهم خونړی برید ګڼل کیږي .

په هغه وخت کې چې ښاغلی سرکوزی په افغانستان کې دفرانسوي سرتیرو دفعالیت په نوې نشه کې وه خپل ځان ته یې دهغوئ دوژل کیدوله امله په دې خبره تسله ورکوله چې  په اصطلاح له تروریزم سره دمبارزې په لاره کې د دغسي قربانیو زغمل دفرانسوي ملت ځانګړتیاده او هغوئ به په خپل ټول طاقت سره نور هم په دې مقابله کې دخپلو نړیوالو متحدینو ترشا ولاړوي.
خو اوس چې ددوئ په اصطلاح له تروریزم سره دمقابلې دغې مالانهایه جګړې دامریکایانو اوفرانسویانو ترڅنګ دهغوئ دنوروزرګونو متحدینو مغرورې ککرۍ  په افغانستان کې بیدریغه  ورغړولې  او هره ورځ  په هیوادکې دیوه افغان په  اغیزمن ټک باندې  په لس ګونو یرغلګرلکه اجل نیولې مرغې داسې راپریوځي ،نو دنیکولای سرکوزي  لوړه حوصله  یې  هم  ورماته او  دخپلو دغو ۲۱ سرتیروپه وژل کیدوسره یې په ښکاره ټکو اعلان وکړ چې مونږ نوردافغانانو په لاس دخپلو پوځیانو دوژل کیدو توان نه لرو .
هغه سمدستي په افغانستان کې دخپلو پوځي روزونکو دټولو پوځي فعالیتونو دمتوقف کولو امرصادرکړ  اودهغه ترڅنګ یې  داهم  وویل چې که  دافغانستان جنګي وضعیت داشانې وي نو له دې هیواده  دټولو فرانسوي  ځواکونو تروخت له مخه رایستلو خبره هم  له امکانه لیري  نه بولم .
په تګاب کې دفرانسوي سرتیرو له وژل کیدو وروسته  په افغانستان کې دناټوځواکونو ویاند وویل  چې  د۲۰۰۷ کال دمی له میاشتې نه د۲۰۱۱ کال  دمی ترمیاشتې پورې  دافغان ملي اردو دسرتیروله خوادهغوئ په بهرنیوروزونکو باندې  ۲۶ داشانې خونړې بریدونه شوي  چې له امله یې ۵۸  بهرني مربي پوځیان وژل شوي .
دناټو دویاند له دغې   احصايې څخه داجوتیږي چې بهرني ځواکونه نور په افغانستان کې دبقاء چانس نه لري ؛ځکه هغه څوک چې خپله همدغه ځواکونه  ورباندې لګښت کوي او هغوئ ته پوځي روزنه  ورکوي  تربل هرچازیات په دوئ زیات موثر بریدونه کوي  او تراوسه یې په دغسي  اغیزمنوبریدونوکې بیشمیره بهرني  یرغلګر وژلي دي .
که څه هم چې دامریکایانو لخوا په افغانستان کې  دبهرنیو ځواکونو دپاتي کیدو وروستۍ نیټه  ۲۰۱۴ کال ښودل شوی ،خوکه  دمجاهدینو اود ملي اردوپه لیکوکې  دباشهامته ځوانانو لخوا دهغوئ  په ماتې خوړلو او مورال بایللو سرتیرو څو نورهم دغسي کاري وارونه ترسره شي  فکر نه کیږي چې دوئ به   دلته په پاتي کیدوکې  ترټاکلې نیټې ځان تم کړای شي .
هغوئ ته مناسبه خبره داده چې اوس لاپه فرصت کې له افغانستان څخه دپښو سپکولو غمه وخوري ،کنه بیابه یې دوارخطايي په مهال  لکه دانګلیسي ډاکټر  برایډن  غوندې ژبه  په ستونې کې وچه  او له  افغانستانه  دو تلو لارې به ترې ورکې وي .

دهماغې ورځې  درارسیدو په هیله

شاهد غزنیوال

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x