افغانستان

«موږ درس غواړو!»؛ د کابل پوهنتون محصلينو لاریون دویمې ورځې ته اوږد شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د کابل پوهنتون د شپې پوهنځیو محصلینو د «موږ درس غواړو!» د شعارونو په بدرګه پراخ لاریونونه دویمې ورځې ته وغځېدل.

د شپې پوهنځیو محصلينو له پرون راهیسې د لوړو زده کړو وزارت مخې  ته لاریون کړی دی او وايي چې د تعلیمي کال له پیله تر اوسه يې په ټولګي کې استاد نه دی ليدلی.

دې محصلينو چې له ځانو سره يې لیکلي شعارونه لېږدول، نن هم د دویمې ورځې لپاره لاریون وکړ او د لوړو زده کړو وزارت مخې ته يې خېمې وهلې دي، چې تر تياره ماسختنه لا هم پکې مېشت و او د دولت ضد شعارونه يې ورکول.

محصلينو د لوړو زده کړو وزارت مخې ته، تر تياره ماخستن پورې لا هم د ترافيکو پر مخ لاره بنده کړې وه
محصلينو د لوړو زده کړو وزارت مخې ته، تر تياره ماخستن پورې لا هم د ترافيکو پر مخ لاره بنده کړې وه

د کابل پوهنتون د شپې پوهنځیو استادان وايي چې دوی به تر هغو پورې ټولګیو ته لاړ نه شي، چې د تېرو پنځو میاشتو اضافه کاري نه وي ورکړل شوې.

د استادانو په قول د لوړو زده کړو وزارت د تېر تعلیمي په کال په وروستیو کې هم د دوی څو ورځنی اعتصاب په څو وعدو ور مات کړ، خو تر سږ کال پورې يې لا هم د دوی د معاشونو اضافه کاري نه ده ورکړې.

د لوړو زده کړو وزرات مسوولین وايي چې دوی ته د ماليې وزارت د کابينې د اعلان پلمه کوي، د دوی په خبره تر څو چې کابینه اعلان شوې نه وي د استادانو د اضافه کاري په ورکړه کې وړاندې ګام نه شي اخیستلی.

یاده دې وي د ګډ حکومت له پیل سره نه یوازې د هېواد ښوونیز فعالیت سست شوی، بلکې په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو کې هم د ولسي جرګې له لوري «بشپړ ناکام» دولت بلل شوی دی.

که څه هم د ګډ حکومت دواړو مشرانو د خپل حکومت د پیل په ورځو کې د کاري او پر استعدادونو د ولاړې کابینې د ژر معرفې ژمنې او د هېواد د پرمختګ وعدې کولې، خو نږدې د اوو میاشتو په تېرېدو سره په نظامي برخه سربېره په تعلیمي برخه کې هم سلګونه دولتي مامورین بې معاشه پر خپلو دندو زړه نازړه بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x