د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل

سعود الفیصل: موږ له ایران سره د جنګ په حالت کښې نه یو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۴): د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل ویلي، چې د دوی هیواد له ایران سره په جګړه کې ښکېل نه دی.

سعود الفیصل د دې څرګندونو په اوږدو کې هیله وښوده چې ایران دي په یمن کښې د حوثي یاغیان له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د یکشنبې په ورځ په پلازمېنه ریاض کښې له خپل فرانسوي هم منصب لوران فابئیس سره له کتنې وروسته ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د وینا په ترڅ کې نوموړي وویل چي د سعودي په مشري ایتلاف چې د مارچ د میاشتې په ۲۶ مه پیل شوی، هغه د یمن د ولس مشر عبدربه منصور هادي په غوښتنه د حوثیانو په وړاندي شروع کړل شوی دی.

نوموړي وویل چي د ایران رول په یمن کې حالات کړکیچن کړي دي، له همدې کبله په یمن کښې د تاوتریخوالي په پېښو کښې زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلی فیصل زیاته کړه چې ایران موږ ته په یمن کښې د جګړې پای ته د رسولو په اړه څنګه ویلای شي، موږ یمن ته د یو مشروع حکومت په خاطر تللي یو او ایران د یمن داروغه نه دی.

د خبرو په وخت ښاغلي فیصل د ایران د اټومي پروګرام یادونه هم وکړه، خو د پام وړ جزئیات يې ورنه کړل.

ایران په داسې حال کې په یمن کې له مداخلې نه انکار کوي، چې دې ورځو کښې د ایران د پاسداران انقلاب یو افسر مخالفې ډلې نیولی دی، عربي رسنيو هم داسې راپورونه خپاره کړي، چې يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد روانو عملياتو کې د ايران پاسداران انقلاب پراخه ونډه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د