افغانستان

لاریون کوونکي: د تخار مرستیال والي قومي شخړو ته لمن وهي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۲۳مه ۱۳۹۴ل): د تخار ولایت سلګونو کسانو نن د یوه لاریون په ترڅ کې د تخار- کندوز لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه او د ولایت مرستیال محمد فرید ذکي یې په بې کفایتۍ او د قومونو تر منځ شخړو ته په لمن وهلو تورن کړ.

پژواک خبري اژانس د تالقان ولایت یو سپین ږیري او اعتراض کوونکي محمد عظیم واکمن د لاریون کوونکي له قوله لیکلي چې دوی د مرستیال والي د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.

د نوموړي په وینا دوی تر هغه چې مرستیال والي محمدفرید ذکي له دندې ګوښه شوی نه وي خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي او د کندوز- تخار لویه لاره د مسافرو پر مخ به بیا تړي.

واکمن ویلي چې مرستیال والي قومي مسایلو، ژبني او سیمه‌ییزو ستونزو ته لمن وهي، د غلو او جنایت کارانو ملاتړ کوي.

هغه وايي چې دوی په دې اړه اسناد لري او د همدې ثبوتونو پر بنسټ دوی د والي لرې کېدل غواړي.

د بنګي ولسوالۍ اوسیدونکي محمد انور چې په ننني لاریون کې یې ګډون کړی و، ویلي چې فرید احمد ذکي ددغه ولسوالۍ امنیت هم خراب کړی دی او د بې بند و باره خلکو ملاتړ کوي.

هغه هم د مرستیال والي د ګوښه کېدو غوښتنه کوه.

انور ګواښ کړی چې دوی (لاریون کوونکي) به تر هغه لاره نه پرانېزي څو پورې حاجي فرید ذکي له دندې ګوښه شوی نه وي. «نن مو دا لاره وتړله، بل ځل د بنګي سرک تړو. تر هغه چې راکې یو څاڅکی وینه وي، فرید نه منو».

فرید ویلي چې په لاریون د کې تالقان د سیمې سربېره د بنګي، بهرک او د تالقان د سیمو خلکو ګډون کړی دی.

دغه لاریون نن سهار ۹ بجې پیل شوی و چې له کبله یې د تخار، کندوز او بدخشان د مسافرو سلګونه موټر په لاره کې بند پاتې شوي وو.

محمد فرید ذکي له تېرو ۷ کلونو راهیسې د تخار ولایت د مرستیال والي په حیث دنده کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x