افغانستان

هلمند ـ د سنګین طالب ولسوال: ۳۲ پوستې او ۲۵ قومندانان مو له منځه وړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): په هلمند کې د طالبانو له لوري د سنګين د ولسوالي ولسوال وايي چې د دولت له لوري د «ذوالفقار» په نامه عملیات يې له ناکامۍ سره مخ کړې او درانه تلفات يې ور اړولي دي.

د سنګین ولسوالي طالب ولسوال حاجي ناصر د طالبانو په رسمي برېښنا پاڼه کې په يوه مرکه کې ويلي چې دوی د دولت له لوري د «ذوالفقار» د عملیاتو په نږدې دوه میاشتنۍ موده کې یوازې په سنګين کې ۳۲ پوستې له منځه وړې او ۲۵ مشهور قومندانان يې وژلي دي.

د دوی په خبره د دوی ملګري اوس د سنګين بازار ته څېرمه مېشت دي او دولتي عسکر د سنګین له بازار نه د وتلو زړورتیا نه شي کولی.

که څه هم د تېر ۲۰۱۴ميلادي کال له پای ته رسېدو سره د افغان عسکرو د بهرنیو ملاتو پوځي ماموريت پای ته ورسيد، خو حاجي ناصر وايي چې دغه عملیات د بهرنیانو په ملاتړ پیل شول او «د مالمند په سیمه کي یې د مالمند پر ښار ګوټي د هوا له لارې عسکر پیاده کړل چي خارجیان هم ورسره وه جنګ ورسره وشو چي پکي د ګڼو داخلي عسکرو په شمول ۳  تنه خارجیان هم ووژل شول  چي بیا دوی بیر ته د تګ په مهال د نوموړي بازار ۲۰۰ دوکانونه او ۲۲ موټران چي په شورم کي ولاړ ول ور وسوځول.»

حاجي ناصر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اوس هم د سنګين مرکز شاوخواو سيمو کې د «دښمن قوې» شتون لري او کنه؟ وویل چې اوس د سنګین د مرکز شاوخوا د دولت عسکر نشته او په خبره يې دوی هغه پوستې هم له منځه وړې دي، چې له تېرو اتو کلونو راهيسې دلته پرتې وي، د حاجې ناصر په قول ټولې ۳۲پوستې د دوی تر واک لاندې شوې دي چې « ۱۹ پوستې د شین غزیانو بیا د کند تر مانده پوري ۳  په پان کیله کي ۴ پوستې په ملازو او غلجیانو کي ۳  په خانانو کي یوه په چوغک او 2 په بارګزو کي وې چي په هغو کي یوازي درې یې اوس نوې جوړې شوې پوستې وې  نورې ټولې زړې پوستې وې.»

د دوی په قول د سنګین له پراخو سیمو نه دولتي عسکر ځينې د جګړې په پایله کې سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي او ځينې يې له «ډاره» تښتېدلي دي.

دولتي سرچینې هم مني چې د دوی په خبره د ذوالفقار له بریاليو عملیاتو وروسته د سنګین په څاروان کلا کې د اردو، پولیسو او اربکیو عسکرو ۱۸ پوستې له مهماتو سره یوځای طالبانو ته پرې ايښې او دوی له سیمې پښې سپکې کړې دي.

د هلمند د پوځي مطبوعاتو مسوول په دې اړه له څرګندونو ډډه وکړه ، خو ويې ويل چې د سنګين پراخه سیمه اوس د طالبانو په لاس کې ده او د دوی عسکرو د دوی له خبرېدا پرته له سیمې را تښتېدلي دي.

په سنګین کې د طالبانو ولسوال پخپله مرکه کې د هغو ۲۵ دولتي قومندانانو لړ لیک هم یاد کړی، چې په دې جګړه کې وژل شوي وو.

د دوی په قول له سنګینه تر کجکي اوس د طالبانو واک دی او د ولس په همکاري په سیمه کې د دوی د فعالیت پر وړاندې کوم خنډ نشته.

د هلمند ذوالفقار عملیات د ولسي وګړو له لوري هم په داسې حال کې د ولس ځورونې او ناکامۍ عملیات بللي دي، چې د بدخشان په جرم کې هم پراخو نښتو پراخې سیمې د دولت له واکه ویستي او په مرګ ـ ژوبله سربېره ګڼ عسکر طالبانو ژوندي نيولي.

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې دوی به د طالبانو د ځپلو لپاره ډېر ژر د «فتح» په نامه عملیات پیل کړي، چې په خبره يې دا به د افغان عسکر له بهرنیو ملاتړو پرته پسرلني عمليات وي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close