افغانستان

فاریاب: د قومندان په ګډون ۱۱ اربکيان طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالي کې اربکی قومندان او د هغه ۱۰ ملګري طالبانو ته تسليم شوي دي.

د اربکيانو دغه قومندان چې طالبانو ته يې خپله وسله پر ځمکه اېښې ده، اسحاق نومېده چې د پښتون کوټ په سایر سیمه کې يې فعاليت درلود.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دوی اسحاق او د هغه لس تنه ملګري د خپل بلنیز کمیسیون او سیمه ییزو طالبانو په هڅو پر دې قانع کړي چې د اربکیو لیکې خوشي کړي او د دوی ملګري شي.

طالبانو پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې د قومندان اسحاق د ملګرو نومونه «ملاشیرین ولد عبدالرحمن، احمدشاه ولد عبدالحق، سرور ولد ملاعبدالمجید، حبیب الله ولد پیغمبرقل، عبدالکریم ولد ولي داد، ملاسمندر ولد اسکندر، امان الله ولد رمضان، ملاتصلي ولد عبدالشکور، ظریف ولد ملاعبدالصمد او میرعلم ولد حسین » ښوودلي دي.

د پښتون کوټ ولسوالي ولسوال عبدالقدير قادري هم مني، چې قومندان اسحاق له خپلو لسو ملګرو سره طالبانو ته تسليم شوی دی، د دوی په خبره قومندان اسحاق درې کاله وړاندې د طالبانو پر ضد ټوپک واخیست، خو تېره ورځ له خپلو ملګرو سره هغوی ته تسلیم شو.

د فاریاب د ولایتي شورا مرستيال محمد طاهر رحماني وايي چې قومندان اسحاق له طالبانو سره د جګړې وس نه درلود او څو ځلې يې له دولته د مرستې غوښتنه هم وکړه، خو په پای کې نا هیلی شو او له طالبانو سره یوځای شو.

ډېری سیاسي شنونکي په هېواد کې د اربکیو پروژه د کورنیو جګړو د پیل لپاره د امريکايانو یوه هڅه بولي، خو د طالبانو له لوري د بلنې په شکل د اربکيانو پام را اړونه ستايي او ولسي وګړو تر دې وړاندې هم د طالبانو د دې بلنیز کمیسیون د هڅو ستاينې کړې دي او دا يې د وینو د تويېدو د مخنیوي یو ښه ګام بللې دی.

فاریاب د هېواد په شمال کې هغه ولایت ګڼل کېږي، چې اربکي عسکر يې دولتي سرچينې په امنيتي برخه کې مؤثرې تبلیغوي، خو ښايي دا په دې ولایت کې د اربکيانو لوی شمېر وي چې د نوي لمريز کال په لومړيو کې له طالبانو سره یو ځای کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x