افغانستان

کابل: په نظامي تعلیمي مرکز کې تر سلو زیات سرتیري مسموم شوی

Afghan policeکابل: تیره ورځ په کابل کې په یوه نظامي تعلیمي مرکز کې د غرمې د ډوډی خوړلو وروسته ګڼ شمېر افغان سرتیري مسموم شوي دي.
د تفصیلاتو سره سم د ملي دفاع وزارت تیره ورځ د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره اعلان وکړ چي د کابل په نظامي تعلیمي مرکز کې د سلو څخه زیات سرتیري د غرمي د ډوډی د خوړلو وروسته مسموم شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چي یو شمېر مسموم شوي عسکر تر درملني لاندي دي، او ځیني يې بیرته خپل دندو ته ستانه شوي دي.

که څه هم د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې نور تفصیل نه دی راغلی خو ځیني غیر رسمي او نا تایید شوي راپورونه وايي چي تر څلور سوه زیات سرتیري مسموم شوي دي، او د هغو څخه تر اوسه ۱۲ تنه مړه شوي هم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x