افغانستان

پکتيا: د اردو عسکرو د يوې ښځې په ګډون ۷ تنو عامو وګړو ته مرګ ـ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیا ولایت په احمدخېلو ولسوالي کې د اردو عسکرو په توغنديز بريد کې د يوې مېرمنې په ګډون ۷ تنو عامو وګړو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د طالبانو او افغان عسکرو تر منځ په نښته کې د اردو له لوري راتوغول شوی توغندی د حسن خیلو په کلي کې په یوه عام کور ولګيد، چې پکې یو ماشوم او يوه مېرمن شهيدان او پنځه نور ټپیان شول.

په پېښه کې ټپي شوي کسان چې ټول يې ماشومان دي د پکتیا مرکز ګردېز مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

د سیمي څخه د نن ټکی اسیا همکار وايي چې په دغه پيښه کې شهید شوی ماشوم عصمت الله ولد عزیز ۳ کلن وو، او همداسي د اسد په نامه کلیوال ۲ زامن احسان الله او شمس الله، او د زیارت خان یوه لور هم زخمې شوې.
هغه زیاته کړه چې د زیت الله په نامه یوه کلیوال میرمن هم شهیده شوې، او یوه لور یې ټپي ده.
نوموړي وویل چې دغه پيښه کې د احمد خیلو ولسوالۍ ولسوال عید محمد لاس لري.

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي هم مني چې په پېښه کې عامو وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او په خبره يې د سیمې خلکو ورته ویلي چې دغه توغندی د اردو له قرارګاه ورتوغول شوی دی.

د ګردیز د مرکزي روغتون مسوولینو د دوو ټپیانو حالت نازک ښوودلی او درې نور يې د ډاډ وړ بللي دي.

د نوي لمريز کال له پیله سره په پکتيا، ميدان وردګو، پکتيکا او غزني کې د ملکي وګړو د مرګ ـ ژوبلې ګراف لوړ شوی دی، چې ډېری دولتي عسکر يې عاملين بلل کېږي.

تر دې وړاندې هم د پکتيا په زرمت کې د ملي اردو په راکټي بريد کې د يوې مېرمنې په ګډون درې تنه شهيدان شول، تر هغې وړاندې د غزني په اندړو او ده يک کې د عملياتو په پلمه دولتي عسکرو لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.

که څه هم ولسي وګړو څو ځلې د خپلو شهيدانو د قاتلينو د محاکمې غوښتنې کړې او د همدې لپاره يې لاریونونه کړي دي، خو ګډ حکومت د خپل منځي ناندریو له امله د ولس چيغو ته غوږ نه دی نيولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x