د امت لويان

د حضرت عمر (رضي الله عنه) د ژوند ۱۰۰ کیسې (شپږمه او اوومه کیسه)

شپږمه کیسه:

هغه بانډچي چې خپلې مور ته یې طواف ورکاوه:

طواف کوونکو د کعبي شریفې ښایسته فضا په خپلو تکبیرونو، استغفاراو ژړاګانو رنګینه کړې وه، د دې طواف کوونکو په مینځ کې یو دنګ بانډچي زلمی و، چې په خپلو زورورو اوږو يې خپله بوډۍ مور کېنولې وه او په ډېره مينه اوعلاقه  یې طواف ورکاوه.

هغه د طواف په کړو کې له ځان سره په ژړغوني اواز داسې کلمات تکرارول، زه یوه سورلۍ یم، خو داسې سورلۍ نه یم چې خپل سپور وغورځوم او یا وترهېږم، بلې! دا زما اوسنۍ سورلي، د نهه میاشتو په مقابل کې هیڅ هم نه ده، ما خو خپلې مور ته نه شيدې ورکړې او نه مې ځان بې خوبه کړی، خو زما مور زما لپاره هر څه کړي، له خواږه بدن څخه يې پۍ راکړې دي او په نیمه شپه کې یې ځان له خوبه وېستی. یا الله! تا ته زه تسلیم یم، یا الله! تا ته زه تسلیم یم.

په دې وخت کې حضرت عمر (رضي الله عنه) له حضرت علي (رضي الله عنه) سره د کعبې خوا ته ناست و او د طواف کوونکو تماشه یې کوله، په دې وخت کې حضرت علی (رضي الله عنه) وویل: ای ابوحفص! راځه چې دواړه طواف وکړو، کېدای شي چې د الله (جل جلاله) رحمت په دواړو وشي.

دواړو د بانډچي زلمي تر شا طواف شروع کړ، حضرت علی (رضي الله عنه) دې بانډچې زلمي ته داسي ځواب ورکړ، ای ځوانه! که چېرته دې له خپلې مور سره ښېګڼه وکړه! نو داسې وګڼه چې د الله (جل جلاله) ډېره شکر ګذاري دې په ښه ډول ادا کړه!

ځکه چې الله (جل جلاله) به تا ته د یو وړوکي کار په بدله کې ډېر ثواب او اجر درکړي.

بیهقي ۷۹/۲. کنزالعمال/۵۸۲/۱۶

اوومه کیسه: زه به نن ورځ له ابوبکر څخه مخکې کېږم

د تبوک غزا د نهم هجري کال د رجب په میاشت کې په داسې وخت کې  مینځ ته راغله، چې دا موسم د ډېرې ګرمۍ او د فصلونو راټولولو موسم و، پېغمبر(صلی الله علیه وسلم) د نبوي مسجد منبر سر ته ولاړ او خطبه یې شروع کړه، له حمد او ثنا څخه ورسته يې عام مسلمانان جهاد، صدقې او د مجاهدینو سمبالولو ته دعوت کړل. هر صحابي له خپل توان سره سم د مجاهدینو د سمبالولو لپاره د اړتیا وړ کومکونه کول.

په دې وخت کې له حضرت عمر(رضي الله عنه) سره یو څه زیاته اندازه پیسې وې، دا ټول مال يې دوه حصې کړ، یوه حصه یې په کور کې پرېښوده او بله حصه یې له ځان سره واخسته او مسجد ته روان شو، له ځان سره یې وویل: زه به نن ورځ له ابوبکرصدیق (رضي الله عنه) څخه مخکې کېږم.

دا ټول مال یې په ډېر افتخار سره پېغمبر (صلی الله علیه وسلم) ته وړاندې کړ، نبي (صلی الله علیه وسلم) چې دا ډېره اندازه مال ولید، خوشاله شو او په خندا یې پوښتنه وکړه، ای عمره! په کورکې دې څه پرېښودل؟

حضرت عمر(رضي الله عنه) ځواب ورکړ: یا رسول الله! هم دومره مال مې په کور کې پرېښود، له مجلس څخه پورته شوی نه و، چې په دې وخت کې ابوبکر صدیق (رضي الله عنه) راغی او ډېر زیاته اندازه مال او پیسي ورسره وي، په ډېره عاجزۍ یې پيغمبر (صلی الله علیه وسلم) ته وړاندې کړې، پېغمبرصلی الله علیه وسلم پوښتنه ترې وکړه، ای ابوبکره! په کور کې دې څه پرېښودل؟

ابو بکر صدیق (رضي الله عنه) په عاجزۍ سره ځواب ورکړ: یا رسول الله! په کور کې مې الله او د الله رسول پرېښودل.

کله چې دا کلمات حضرت عمر(رضي الله عنه) واورېدلې، ابوبکرصدیق (رضي الله عنه) ته یې د نېکۍ سر وخوځاوه او له ځان سره یې وویل: له تا نه زه هيڅ وخت نه شم مخکې کېدلای.

ابوداود- ۱۶۷۷۸. ترمذي ۳۶۷۵

ژباړه: محمد طارق فاروقي

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x