افغانستان

چارواکي: د بدخشان په جګړه کې تر ۲۰ پورته عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۴ل): امنیتي چارواکو نن یکشنبه منلې چې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو په پوستو د طالبانو په برید کې تر ۲۰ پورته عسکر وژل شوي دي.

طلوع نیوز د امنیتي سرچېنو له قوله لیکلي چې برید شنبې پر شپه د طالبانو لخوا پیل شو. هغوی دا هم تایید کړې چې طالبانو ۱۴ عسکر ژوندي نیولي چې له منځه یې ۴ وژلي دي.

طلوع نیوز په خپل راپور کې زیاته کړې چې د عسکرو د مرګ ژوبلې خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې د طالبانو لخوا په درنو او سپکو وسلو پیل شو خو تر شپږو ساعتونو پورې ملي اردو مرستې ته هوايي ځواک رانغی.

یاد تلویزوني کانال د نظامي چارو کارپوه جاوید کوهستاني له قوله لیکلي چې په برید کې تر ۷۰ عسکرو پورې وژل شوي او ژوندي نیول شوي دي. هغه زیاته کړې چې وسله‌والو ډيری وسله نیولې. «ملي امنیت ته په دې اړه مخکې راپور ورکړل شوی خو متأسفانه هغوی ورته هېڅ پاملرنه ونه کړه».

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي بیا ګډحکومت تورن کړی چې په جرم ولسوالۍ د طالبانو برید ته یې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

په عین حال کې د دفاع وزارت چارواکي ادعا کوي چې په جرم ولسوالۍ کې وضعیت اوستر تر کنترول لاندې دی او عسکر خپلو پوستو ته ستانه شوي دي.

دفاع وزارت ویاند مرستیال دولت وزیري هم د طالبانو دغه برید تایید کړی خو په جګړه کې تر ۲۰ زیاتو عسکرو د وژل کېدو په اړه د بدخشان د امنیتي چارواکو څرګندونې رد کړي دي.

هغه ویلي چې حکومتي ځانګړو ځواکونو په سیمه کې عملیات پیل کړیي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوې لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي وو چې د دوی ملګرو د جرم په دهن آب خسته سیمه کې د ۳۵۰ عسکرو مېشت ځای په نښه کړی او ترې چاپیره دیارلسو پوستو په ګډون يې پنډغالی تر خپل واک لاندې راوستی.

د خبرپاڼې له مخې په دې جګړه کې ۴۹ تنه عسکر وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپیان دي «۲۵ د مړو اجساد يې په قرارګاه کې پاتې دي، د ټپيان په ګډون په لسهاوو تنه له وارخطايي او ډار څخه په دریاب کې د پورې وتو په وخت کې غرق شوي دي.

په عملیاتو کې په سلهاوو میله سپکه او درنه وسله، خورا زیات مهمات او نظامي توکي، ۱۶ عرادي ټانکونه او رینجر موټر هم له دښمن څخه په غینمت نیول شوي دي.»

طالبانو په دغه جګړه کې د خپلو ۵ ملګرو وژل کېدل او ۷ نورو ټپي کېدل منلي دی.

تر دې وړاندې هم په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازو د ګډ حکومت په مشرانو غږ وکړ، چې د دې ولایت شاوخوا دوولس ولسوالي سقوط ته نږدې دي، چې باید مرسته ورسره وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x