د میګا اپلوډ megaupload پاچاهي ختمه سول

megaupload-logo-copiaنن ټکی آسیا: په امریکا کې د SOPA او PIPA د قوانینو پر ضد د زرهاو ویب پاڼو د احتجاج ۲۴ ساعته نه وه تیر سوي، چي د انټرنیټ یوه ستره پاڼه میګا اپلوډ ددغه قوانینو نذر سول، او وتړل سول.
دغه قوانین په دې وروستیو کې د امریکا د حکومت له خوا د میوزیک د کمفنیو په فشار سره ناف‍ذه سوي دي، چي له کبله يې به يې ټوله هغه پاڼي متاثري کیږی، چي په غیر قانوني توګه د کمپيوټر سافټویرونه، میوزیک، فلمونه او نور مواد خپروي.

میګا اپلوډ چي په نړی کي د یو مشهورو پاڼو څخه یو پاڼه وه، تقریبا د ورځي يې د ۵۰ ملیون څخه زیات کتونکي لرل، په دې پاڼه کې کتونکو ته د فایلونو او ویډیوګانو د شریکولو زمینه مساعده وه.https://i0.wp.com/www.al-akhbar.com/sites/default/files/imagecache/250img/p15_20120121_pic2.jpg?resize=153%2C179د امریکا د محکمې له خوا پر دغه پاڼه تور لګول سوی چي ددغي پاڼي د چلوونکو له لاري نه یوازي داچي د نورو کمفنیو د ملکیت او حقوقو خوندیتوب تر پښو لاندي کیدی، بلکي هغوی خپل کتونکي او غړي دې ته هڅول او په مقابل کې پيسې ورکولې، تر څو داسی مواد پاڼي ته پورته کړي چي نور کتونکي پاڼي ته را جلب کړي، او د نورو کمفنیو حقوق تر پښو لاندي کړي.
که څه هم د پاڼي د چلونکو له خوا دغه تورونه رد سوي، خو داسي نه بریښي چي ایف بی آی به د هغو ایمیلونو د کتلو وروسته چي دچلونکو او ځینو فعاله غړو تر منځ تبادله سوي دي، په دې خبرو قناعت وکړي.
د امریکا د حکومت په امر سره ددغي پاڼي نیژدې ۶۰ بانکي حسابونه ضبط شوي، او چلونکی يې (كيم دوكتوم) په نیوزیلیڼد کي د ایف بی آی په مرسته د نیوزیلینډ د پولیسو له خوا نیول شوی، او ګمان کیږي چي د ورته منسوب شویو تورونو له کبله کیدای سي تر ۶۰ کاله زیات د قید حکم باندي راووزي.
باید وویل شي چي دمیګااپلوډ د بندیدو وروسته د انونیموس په نامه د انټرنیټ د هیکرانو یوه ګروپ د امریکا د وزارت عدلیې، د ایف بی آی، او ځیني نوري مشهورې پاڼي هیک کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د