
کینیا: په پوهنتون کې د چاودني وروسته ځغاسته کې یو کس مړ ۱۵۰ ټپیان شول
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۲۳مه ۱۳۹۴ل): د کینیا په پلازمینه نیروبي کې په یوه پوهنتون کې هغه وخت اړ ودوړ جوړ شو، کله چې د نیروبي پوهنتون ته نیژدې د برق د تارونو د ګډوډۍ له کبله چاودنه را منځته شول، او د زده کونکي د تروریستي برید له ویري د پوهنتون څخه د وتلو په هڅه کې یو زده کونکی مړ او ۱۵۰ نور ټپيان شول.
د پوهنتون مرستیال مشر پيټر د رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې چاودنه د پوهنتون څخه دباندي وشول، او د پوهنتون هیڅ یو تعمیر ته ضرر نه دی رسیدلی، خو زده کونکو فکر وکړ چې په پوهنتون برید شوی، او غوښتل یې چې ځان وژغوري، چې له کبله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شول.
د یادوني وړ ده چې لس ورځي تر مخه د صومال سره پر پوله د ګارسیا په سیمه کې د صومال وسله والو په یوه پوهنتون برید وکړ، چې په ترڅ کې ۱۴۸ تنه مړه او زیات شمېر نور ټپیان شول.
کینیا چې د صومال سره پوله لري، د الشباب په نامه جهادي ډلي د ځپلو لپاره یې صومال ته خپل ځواکونه لیږلي، چې له کبله یې د صومال او کینیا جهادي ډلي ځانته پارولي، او همداسي د کینیا په حکومت باندي تور لګیږي چې په خپل هیواد کې د مسلمانانو د نسل د ختمولو لپاره هلي ځلي کوي.
د نیروبي د پوهنتون مرستیال مشر وویل چې زده کونکو د چاودني د غږ د اوریدلو وروسته ځانونه د کړکیو څخه بیرون واچول، چې په هغو کې یو کس داسي هم وو چې د پنځم پوړ څخه یې لاندي ځمکي ته را ټوپ وهل، او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ، او زیاته یې کړه چې په دروازو او کړکیو د رش جوړېدو له کبله ۱۵۰ زده کونکي ټپيان شول.