ورزش

ای پي ایل: پنجاب د ممبی لوبډلې ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ اوومه لوبه د ممبی انډینز او کینګز الیون پنجاب لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې
ممبی انډینز لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ اچونې پریکړه وکړه. د پنجاب لوبډلې ټاکل شوي شل اورونو کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې.

د پنجاب لوبډلې لپاره ویجې په ۲۹ توپونو د شپږ څلوریزو په مرسته ۳۵ او سهواګ په ۱۹ توپونو د شپږ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۶ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې بیلي په ۳۲ توپونو د څلور څلوریزې او درې شپږیزې په مرسته ۶۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د ممبی لوبډلې لپاره ملینګا او هربجن سینګ دوه دوه ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل. ملینګا خپل څلور اورونو کې ۳۴ او هربجن خپل څلور اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې.

د ممبی لوبډلې ځوابي توپ وهنه ډیره ضعیفه وه او د لوبې له پیل څخه داسې ښکاریده چې دا لوبه به د پنجاب لوبډلې په بریا پای ته رسیږي خو د هربجن غوره او چټکه توپ وهنه د ممبی لوبډلې له شرموونکی ماتې څخه وژغوره.

د ممبی لوبډلې ټاکل شوي شل اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۹ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۱۸ منډو په توپیر د پنجاب په ګټه وبایلله.

نننۍ لوبه کې د ممبی انډینیز لوبډلې لپاره هربجن تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. هربجن په ۲۴ توپونو د پنځه څلوریزو او شپږ شپږیزو په مرسته ۶۴ منډې جوړې کړې.

د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لپاره انوریت سینګ او جونسن دوه دوه ویکټې اخیستلو سره ښه لوبه وکړه. انوریت سینګ خپل څلور اورونو کې ۴۱ او جونسن خپل څلور اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x