نړۍ

حکیم الله محسود ژوندي اومحفوظ دي

hakimullahmahsood(نن ټکی اسیا جنوري ۲۰۱۲/۲۱) پاکستان رسمي سرچینو خبرورکړي چی دپاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود ژوندي اوشمالي وزیرستان کوم نامالوم ځای کی اوسیږي. درواني میاشتي پر ۱۶سمه نیټه باندی یوي پاکستاني انګریزي ډان ورځپاڼي دپاکستاني څارګري اداري دچارواکو له لوري خبرخپورکړی وو چی حکیم الله محسود دامریکایی بی پیلوټه الوتکی دبرید په ترڅ کی وژل شوی دي

، دغي ورځپاڼي په خپل راپورکی لیکلی وو چي پاکستاني دولتي چارواکي وایی مونږ دحکیم الله محسود دنژدی ملګرو ترمنځ خبري کشف کړی چی یو اوبل ته یی دحکیم الله محسود دوژنی خبرورکاوو. خو تیره ورځ بیا ډان نیوز ورځپاڼی یوځل بیا دحکیم الله محسود په اړه خبرخپورکړي دی دغه ورځپاڼه یوځل بیا دپاکستاني رسمي سرچینو له لاري دحکیم الله محسود دوژنی خبر ردوي، ورځپاڼه لیکي، پاکستانی حکومتي چارواکي وایی چی حکیم الله محسود ژوندي اوکوم نامالوم ځای کی اوسیږی. ورځپاڼه دپاکستاني رسمي سرچینو په حواله وړاندی لیکی چی حکیم الله محسود دخپل مصئونیت او امنیت لپاره ځیني احتیاطي تدابیر غوره کړی دي، دغه چارواکي وایی چی حکیم الله محسود هررنګه برقي رسني استعمالول پریښیی دی اوهمدارنګه له خپلو ملګرو سره هم دموبایل، سټلایټ او مخابري په واسطه اړیکی نه نیسي. دیادلوده چی دروانی میاشتي پر۱۶ مه نیټه پاکستانی چارواکو ویلی وو چی دحکیم الله محسود دملګرو ترمنځ یی داسي خبري کشف کړی دی چی ګواکی حکیم الله محسود دامریکایی بی پیلوټه الوتکی په برید کی وژل شوی دي، خو هغه وخت هم دپاکستانی طالبانو له لوري ددغه خبرتردید شوی ووه او ویلي یی وو چی حکیم الله محسود ژوندی اوکوم نامالوم ځای کی اوسیږي. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x