افغانستان

نن پنځه نوماند وزیران خپل پلانونه وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې نن به پنځه نوماند وزیران ولسي جرګې ته خپل پلانونه وړاندې کړي او د راتلونکې شنبې په ورځ به د کابینې د دویم پړاو ټولو نوماند وزيرانو لپاره د رایو صندوقونه کېښودل شي.

د دې خبرپاڼې له مخې نن به  د اقتصا نوماند وزیر عبدلستار مراد خېل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوماند وزير عبدالرزاق وحيدي، د کرنې او مالدارۍ نوماند وزير اسدالله ضمير، د سوداګرۍ او صنایعو نوماند وزیر همایون رسا او د اوبو او برېښنا وزارت لپاره نوماند وزیر علي احمد عمثاني خپل پلانونه وړاندې کړي.

د دې ریاست له خبرپاڼې ښکاري چې د ګډ حکومت د کابینې د دویم پړاو ۱۶ نوماند وزیران چې د دفاع وزارت لپاره لا هم کوم څوک نه دي نوماند شوي، په دوو پړاوونو کې خپل پلانونه وړاندې کړي.

د دوی په قول له پورته پنځو نوماند وزیرانو پرته به پاتې نوماند وزيران راتلونکې چهارشنبه خپل پلانونه ولسي جرګې ته وړاندې کړي او د راتلونکې شنبې – وري ۲۹مه – به په ولسي جرګې د دې نوماند وزیرانو لپاره د تاييد یا رد په موخه د رایو صندوقونه کېښودل شي.

تېره ورځ – شنبه – هم دریو نوماند وزیرانو خپل پلانونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل، د لوړو زده کړو وزارت لپاره نوماندې فريدې مومند، د کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره نوماندې وزیرې نسرین اوریاخېل او د مخدره موادو سره مبارزې وزارت لپاره نوماند وزير سلام عظیمي د خپلو پلانونو په وړاندې کولو کې د خپلو وزارتونو د ښه والي په موخه ژمنې وکړي.
د ولسي جرګې د عامه اړیکو د ریاست په دې خبرپاڼه کې د دفاع وزارت یادونه نه ده شوې، خو ځینې سرچينې وايي چې د ګډ حکومت د واړو ریاستونو تر منځ په یو شخص توافق شوی دی، چې ښايي تر راتلونکې شنبې وړاندې ولسي جرګې ته ور معرفي شي.

تر دې وړاندې ډګرجنرال افضل لودين د اشرف غني له لوري د دفاع وزارت لپاره نوماند وزیر وبلل شو، خو د اجرايوي ریاست د کلک مخالفت له امله جنرال افضل لودين له خپلې نوماندۍ تېر شو.

سره له دې چې تېره اوونۍ هم د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو مسوولینو ویلي و، چې دوی به دغه – روانه اوونۍ – کې د دویم پړاو کابینې نوماند وزیرانو ته رايې ورکړي، خو د ولسي جرګې د خپل منځي ناندریو پر اساس ځينې وکیلانو د پنځه سوه زره ډالرو په بدل کې نوماند وزیرانو ته د بریا لپاره سینې ډبولې دي.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی حاجي الماس او د کاپیسا د خلکو استازي اقبال ساپي ويلي چې د ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر او د هغه ډلې له نوماند وزیرانو سره معامله کړې ده او هغوی ته يې د پنځه سوه زره ډالرو په بدل کې د بریا ژمنې ورکړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x