طنــزونهپښــــتو ادب

یهود څنګه خپل حقوق ترلاسه کوي؟ ـ طنز

حامد افغان
په ونه کې یوه ښایسته مرغۍ ناسته وه او په خواږه اواز چوڼېدله، د مرغۍ دلته ځاله وه او هر وخت به یې شاوخوا سیمه په سندريزه چوڼا شاعرانه ګرځوله، د دې وني لاندي د څو هیوادونو خلک تیر شول، ګورو چې دوی هر یوه د دې مرغۍ په اړه څه ډول چلند خپل کړی دی؟

فرنسوي: له مرغۍ سره سندري پیل کړې او د هغې تقلید یې کاوه
هسپانوي: د مرغۍ چوڼا ته ګډا پیل کړه
ایټالوي: په لویه لوحه د دې وني او مرغۍ رسم پیل کړ
هندی: وني ته په سجده شو او د مرغۍ عبادت یې پیل کړ
چینایی: د مرغۍ د ويشتلو او خوړلو په لټه کې شو
فرنګي: مرغۍ وډزوله
جاپاني: کټمټ د دې مرغۍ په څیر پلاسټیکي مرغۍ جوړه کړه، اتوماتيک اله یې په کې ولګوله چې د دې مرغۍ په څیر چوڼېدله
امریکایي: په دې مرغۍ او په دې لاره ټولو تللیو خلکو باندي فلم جوړ کړ
مصري: په مرغۍ باندي د امریکایي فلم په تقلید یو بيخونده فلم تیار کړ
سوریېوال: د دې مرغۍ په ژوند او د هغې په نيکونو تاریخي فلم تیار کړ او د دې ډول مرغیو تاریخي، سیاسي او قومي حالات یې تمثیل کړل
سودانی: د مرغۍ خواږه اواز تر اغیز لاندي راوست او د وني لاندي ویده شو
سعودي: خپل بوټ وايست او په مرغی یې وار وکړ ورسره ملګري یې په موبايل ویډیو وکړه او ټويټر ته یې سمدستي پورته کړه
پاکستانی: د مرغۍ ساحرانه اواز ډېر متاثر کړ فکر یې وکړ چې شاید دا کومه مقدسه هستي د مرغۍ په شکل شوې وي، په ونه پوري یې شنې جنډې وتړلې او د ملنګ او منجاور په حیث د وني لاندي کښېناست
افغان: چریېز ټوپک ته کارتوس ورتير کړ، ډز شو مرغۍ یې لاندي راوغورځوله، په منډه یې په سرو لمبو نیمخامه کباب او ژر ژر یې ونغړله.

یهودی: کاپر د وني لاندي په ژړا شو او دعوه یې وکړه چې دا او دا ډول ټولي مرغۍ زموږ ملکیت ده، ځکه دا د سلیمان علیه السلام له هدهد سره په یوه تاریخي اړیکه خپلوي لري، او دعوه یې وکړه چې هرڅوک د دې وني لاندي تیر شوي او د دوی د مرغۍ له ښایسته اواز نه یې خوند اخیستی هغوی باید بیه پرېکړي، له چینایي او انګریز نه یې وغوښتل چې د مرغۍ د وژلو عوض ورکړي، له امریکایي او مصري یې وغوښتل چې د فلمونو نیمایي ګټه یې د یهودو مسلم حق ده باید سمدستي یې وروویشي، سوروالی یې په دې ګرم کړ چې د یهودي مرغۍ سپکاوی یې کړی دی، له سوډاني یې هم وغوښتل چې د دوی د مرغۍ له خواږه اواز نه مستفید شوی دی او ژور خوب یې غرولی ده باید په بدل کې په دارفور کې دوی ته د هستوګني حق ورکړي، او د نړيوالو جنایاتو له محکمې یې وغوښتل چې سعودی باید جنګي مجرم وپیژندل شي ځکه یهودي مرغۍ یې ویرولې ده، له پاکستاني یې وغوښتل چې د یهودي مرغۍ په پلمه او چالاکي یې کومه ګټه ترلاسه کړې ده د هغه په بدل کې باید د تروريزم پر خلاف مرسته وکړي، او افغانی یې د یهودي مرغۍ قاتل وباله د امنیت له شورا او ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې پر خلاف یې چټک اقدام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
malyar

وایم حامد جانه په قلم دی برکت شه په زور اوزیردی حقیقت بیان کری زمونژ افتخاریی الله دی تاسو را ته ژوندی لری سل په سله حقیقت دی بیاکری ده

طوفان طوطاخیل

ډېر په زړه پوري ، جزاکم الله خیرا په ګوتو دي برکت شه وام

Bismallah Baheer

دیر په زره پوری دی افغان صیب خیر یوسی

ali

ماشا الله
داخو یو تنز وه په حقیقت کی واقع شوی نه ده خو په نری کی داسی یو موضوع ده .

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x