نور به څه کیږي؟!

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: د بدخشان ولایت د جرم په ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نوې جګړه د نوی کال ترټولو خونړۍ او له بشري تلفاتو ډکه پیښه ده .

د امنیتي چارو د څیړونکي ښاغلي بصیر کوهستاني د څرګندونو له مخې په یاده پیښه کې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د دوهم کنډک له ۷۰ نه تر۸۰ تنو پوري امنیتي کسان د طالبانو په برید کې مړه اوژوبل شوي ، یو شمیر نوریې اسیر او یو زیات تعداد یې هم نادرکه شوي دي ، ۱۵ عرادې نقلیه وسائط یې هم تخریب او له لاسه ورکړي.

د دې امنیتي پیښې ترڅنګ د دفاع وزارت د تدارکاتو او نفتي موادو په قرار داد کې د ۲۰۰ملیون ډالرو غلا بله هغه پیښه ده چې د نفتي موادو د برابرولو په شرکتونو سربیره ورکې د ولسمشر اشرف غني د اقتصادي مرستیال په شمول یوزیات شمیر نور لوړ پوړي دولتي چارواکي هم ښکیل دي .

پر اداري فساد او امنیتي پیښو علاوه د کابینې د غړیو او نورو حکومتي کړنو پر سر د ګډ حکومت د مشر او اجرائیه رئیس ترمنځ اختلافات او یو د بل په مقابل کې منفي غبرګونونه هغه ناوړه واقعات دي چې هیواد یې له سخت امنیتي او اقتصادي بحران سره مخ کړی .

د هیواد په شمال کې مخ پرزیاتیدونکې نا امنۍ، د لویولارو پر سر د مسافرینو یرغمل کول د ګډ حکومت د مشرانو ترمنځ نه حل کیدونکي اختلافات د افغانانو ترمنځ د سختي اندیښنې او پردولتي چارواکو د بي باورۍ لامل ګرځیدلي.

هیڅ څوک نه پوهیږي چې د هیواد د نامعلوم برخلیک او شته ستونزو په اړه چاته مراجعه وکړي ، او څوک به ورسره په هیواد کې د موجود بحران په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

امریکايي چارواکي په تیره د ګډ حکومت مؤسس جان کیري د ګډ حکومت د چارواکو ترمنځ د اختلافاتو په هواري کې یواځي دومره مرسته کوي چې دا حکومت له سقوط نه وساتي ، نور چې افغانان د دې ناتوانه او بیواکه حکومت له بي نظمي او بيواکي هرڅومره ځوریږي د دوی ورسره کارنشته .

په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې حکومتونه په خپلو هیوادونوکې د بحران مخنیوی کوي له بده مرغه زمونږ په هیواد کې خپله حکومت د بحران ښکار دی او ولس ټول د حکومتي چارواکو له بیغوري، بیواکي ، بینظمي او اختلافاتو څخه کړیږي .

ولس ټول په دې اندیښنه کې دی چې تر نن به سبا له کوم بل ناورین سره مخ کیږي، هیواد ټول د فساد، درغلي ، غصب او نا آمني بحران په سر اخیستی او هرڅوک دا پوښتنه کوي چې نور به څه کیږي؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د