نړۍ

امریکا په امید ده چي فرانس به خپل عسکر نه باسي

hillaryنن ټکی آسیا: د امریکا وزیري خارجه هیلري کلنټن نن رسنیو ته ویلي چي دوی د فرانس څخه امید لري، چي د افغانستان څخه خپل عسکر ونه باسي، او په دې جګړه ځپلي هیواد کې د امریکا سره خپل اتحاد مات نه کړي.
هیلري کلنټن دا خبري د یو سوال په جواب کي تیره ورځ د رسنیو سره وکړي، هغې د یو سوال په جواب کې چي د فرانس ولس مشر سرکوزي په افغانستان کي خپل د عسکرو فعالیت متوقف کړ، او ګواښ يې وکړ چي کیدای شي د افغانستان څخه خپل عسکر تر ټاکلي وخت تر مخه وباسي.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ د افغانستان د ملي اردو یو تن سرتیري د فرنسې د هغو عسکرو پر یوه ډله ډزي وکړي چي دوی ته يې روزنه ورکول، چي په ترڅ کې ۴ تنه فرنسوي عسکر ووژل شول، او ۱۷ تنه نور ټپیان شول.
د وزیري خارجې د بیان سره سم د امریکا نورو ادارو لکه وزارت دفاع پنټاګون او سپيني ماڼۍ هم ورته عکس العمل ښودلی، او په افغانستان کې د فرنسا قربانۍ ستایلي او امید يې څرګند کړی چي په افغانستان کي د نړیوال غربي اتحاد څخه لاس وانه خلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x