توريالی ویسا، له خپلو بهرنیو دوستانو سره

کندهار: والي د «سیرت ستوري» سيالي ته اجازه نه ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار والي په دې ولایت کې د «جمعيت اصلاح افغانستان – نجم» له لوري د «سيرت ستوري» سیالي ته اجازه نه ورکوي.

دغه سیالي چې تر دې وړاندې په کابل، لوګر، خوست، ننګرهار او ځينو نورو سیمو کې هم ترسره شوې وې، د جمعیت اصلاح افغانستان د ځوانانو څانګې ـ نجم ـ له لوري د نبوي سیرت په اړه ازموینه اخيستل کېږي، چې په ولس کې يې تود هرکلی شوی دی.

د جمعيت اصلاح افغانستان ټولنې غړی او د دې ټولنې فرهنګي فعال عبدالفتاح جواد پخپله فیسبوک پاڼه لیکي، چې دوی له توريالي ویسا سره په په دې اړه په خبرو بوخت دي چې په کندهار کې ورته د سیرت ستوري ازموینې اخیستلو اجازه ورکړل شي.

وړاندې تر دې هم په کندهار کې کتابپلورونکو شکایتونه کړي و، چې د کندهار والي په شمول سیمه ييزې ادارې ګواښ ورته کړی چې که نبوي سیرت، یا هم داسې کتابونه چې د جهاد او جګړې مسئلې پکې وي، خرڅ کړي، نو دوکانونه به يې وتړل شي.

هغه مهال د کندهار والي رسنیو ته ویلي و، چې دی غواړي په کندهار کې د «افراطي» کتابونو د پلور مخه ونيسي، تر څو مو ځوانان جګړیزه روحیه پیدا نه کړي.

په کندهار کې د سیرت سیالي لپاره د والي د نه اجازې په غبرګون کې په خواله رسنیو کې دا ناوړه ګام بلل شوی او توند غبرګونونه يې راپارولي دي.

وحید الله مصلح لیکي: «والي په کندهار کې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سيرت سيالي بنده کړې…

کله چې په کندهار کې والي پر خپل ټول بغض او نحوست، له نبي عليه السلام سره کرکه ښکاره کوي، خلک ولې پرې چوپ دي؟

په دې اړه بايد ولسي او فرهنګي بيداري د بې دينۍ څپې ته ډپونه واچوي… راځئ ټول په تودو احساساتو سوليز فېسبوکي او نور مدني غبرګونونه وښايو… راځئ د کندهار والي دغه کرکجن عمل بېرته پرې تاوان کړو.»

د عزیز یوسف په نوم بل تن بیا وايي چې له والي نه دی ګيله نه کوي، ځکه چې «د والی جاغور، جرئت ، عقیده ، او عقل وه ماته معلوم دی!

ما ته پوښتنه دا پیداکیږی چی دا زموږ په اصطلاح مدنی ټولنی ولی په دی شرمونکی پیښی غوږونه کاڼه اچوی!

کا داسی یو ممانعت د کوم دلاکی ایونټ په حق کی سوی وای نو دی نشه یانو به ځه حال ایښی وای ؟!

دا بی عقلان د ظاهر د ساتلو لپاره هم خپل مسئولیت په هغه ډول چی لازم دی نه ادا کوی!!»

پلازمېنه کابل کې، د جمعيت اصلاح افغانستان له لوري د نبوي سیرت د سیالۍ یوه څنډه

پلازمېنه کابل کې، د جمعيت اصلاح افغانستان له لوري د نبوي سیرت د سیالۍ یوه څنډه

محمد الفت بیا لیکي، چې توريالي ویسا دي کندهار ته د فرانسې او ډنمارک فکر نه کوي «که والي صاحب په دې اند وي چې د دې سیالي مخه نیولی شي نو دا خوبونه دې پریږدي! دا نه ډنمارک دی او نه هم فرانسه ! که چیرته د افغانستان ولس د دې قضیې نه خبر شي نو غبرګون به یې د والی صاحب په وړاندې ډیر سخت او حیرانونکی وي! نو والي صاحب ته پکار دي چې همدا اوس خپل معذرت وغواړي او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د سيرت سیالي ته اجازه ورکړي که نه نو ملامتیا به د والي په غاړه وي.»

خوست ولایت کې، د نبوي سيرت د سيالۍ یوه څنډه

خوست ولایت کې، د نبوي سيرت د سيالۍ یوه څنډه

یاده دې وي جمعیت اصلاح افغانستان چې په فرهنګي او دیني برخه سربېره په ټولنیزو او سیاسو حساسو قضایاو کې هم رول لري، تر دې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د زرګونو تنو په ګډون د سیرت ستوري سیالي ترسره کړه، چې په زرګونو تنو کې دویم نمبر یوه پېغله وه، چې په دې سیالي کې يې لوړې نمرې اخیستې وي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې د کندهار سرپرست والي توريالي ویسا چې کورنۍ يې په کاناډا کې مېشته ده، د نبوي سیرت له سيالي سره ولې مخالف دی، خو تر دې وړاندې يې د نبوي سيرت د غزاګانو د برخې په کتابونو هم د بندیز امر کړی و، چې په خبره يې دا ځوانان « افراط » ته هڅوي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انصار
میلمه
انصار

دا والی هیشه په خپلو خبرو که وایی چه باید د مدرسی او مکتب تر منځ فاصله باید را لنډه شی او ددوی تر منځ باید همغژی را منځ ته شی، زه نه پوهیژم چه دا نو اوس ځنګه او کومه همغژی ده.

malyar
میلمه
malyar

تاسی والی صاحب ته وگوری آیا دهغه فزیکی جسم دنفرت ورندی

rehmat jan
میلمه
rehmat jan

عجبه خبره ده په افغانستان غوندی اسلامی هیوادکی دپیغمبر په سیرت بندیزلگیزی هغه هم په قندهارکی ولی قندهاریان مره دی که یی په جرئت کی فرق راغلی ده داخوبیخی دمنلو ورنده زه وایم دقندهار باشهامته غیوراولس بایدلوی کوشنی زوان سپینژیزی په زان پوری بمونه وتری اوددی بیغیرته والی ویسادزوندموده رالنده کری