نظــر

کنسرت ته لګښت دوی ورکوي؛ خو د نبوي سیرت سیالي نه پرېږدي

دادمحمد ناوک
د کندهار سرپرست والي توريالي ویسا د ګډ حکومت له امنيتي سلاکار حنیف اتمر او د افغانستان له لومړ مېرمنې رولا غني نه په تقلید د اسلامي مقدساتو پر وړاندې بل زړور ګام پورته کړ.

توريالی ویسا چې د ده د ادارې په اړه د بېنوا انځوریز د شراب کباب راپور بسنه کوي، په کندهار کې د جمعیت اصلاح افغانستان له لوري د نبوي سیرت سیالۍ ته اجازه نه ورکوي، تر دې وړاندې مې یو ځای لوستي و، چې د کندهار والي د کندهار ټول کتابپلورونکي ور غوښتي و او ګواښ يې ورته کړی و، چې که چا داسې کتابونه خرڅ کړل، چې «افراط» پکې و، دوکان يې په هماغه شېبه ور تړو، هغه مهال دوکاندارانو انګېرل چې د والي مقصد نبوي سيرت او د جهاد اړوند کتابونه دي؛ خو دا خبره پوره یقيني کېدلی نه شوای، مګر نن کاناډايي ریبوټ پخپله ثابته کړه چې له نبوي سیرت نه وېره لري.

د جمعیت اصلاح افغانستان؛ فعالانو چې تل يې د دیني او فرهنګي خدمت شمله لوړه ساتلې، تر اوسه هیڅ داسې کوم اقدام نه دی کړی، چې والي ته د دوی – خدای مه کړه بد توب – پلمه په لاس ورکړي، خو بیا هم توریالی ویسا بې له کوم منطقه په کندهار کې د جمعیت اصلاح فعالان نه پرېږدي، چې د سیرت ستوري سیالي ترسره کړي. ښايي دا د اسلامي مقدساتو د توهين او له اسلامي فرهنګ سره د خلکو د اړیکو د شلولو هغه لړۍ وي، چې پیل يې حنیف اتمر د مدرسو د بندېدو په غوښتنه کېښود، رولا غني د حجاب د بندیز ملاتړ وکړ او ایکسپریس تر دوی هم وړاندې ګامونه واخیستل.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه یوازې د مسلمانانو بلکې د ټول عالم رحمت دی، که پخپله همدا توریالی ویسا په غړولو سترګو او د کاناډا له مغز مینځنې نه پرته دغه نبوي سیرت مطالعه کړي، بیا فکر نه کوم چې لور دې يې له ده نه زرګونه کیلو متره لرې نیمه بربنډه د نورو غېږې ګرمې کړي.

توریالي ویسا که نبوي سیرت سره د کرکې لپاره هر دلیل لري، خو افغان ولس ته دا په ډاګه کوي چې – غني افغانستان ـ د اسلامي فرهنګه له هستۍ تش، خالي او پوچ افغانستان، د دوی تمه ده، چې د ولسي باورونو په ازمويېلو به ورو – ورو مخ پر وړاندې ځي؛ که د اسلامي مقدساتو پر وړاندې افغان ولس ويښ پاتې شوی وای، ښايي یو کاناډايي د غازیانو په ټاټوبي – کندهار ـ کې دا جرئت نه وای کړی، خو له پیله ګډ حکومت ولس پخپل ځان اخته کړ، لوږه، فقر، بې کاري او ګڼې نورې ستونزې يې ورته وزېږولي چې ان ولس د خپلو باورونو د غچ لپاره هم شېمه نه لري.

توریالی ویسا او د هغه همفکره په يو داسې هېواد کې چې اوسېدونکو يې د نبوي تګلارې د پلي کېدو په تمه زرګونه ککرۍ له لاسه ورکړې، داسې غږ په دومره جرئت پورته کوي، چې ممکن دوی زموږ په رګو کې د نبوي مينې جذبې مړې لیدلې وي. د ویسا دغه زړورتیا سړي ته دا اندېښنه ور اچوي چې په مسلمان افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو ساتنه هم د یو قشر دنده ګڼل کېږي؛ خو ويسا دې یو څه موده له خولې بوتل لري کړي ښايي خپله پرېکړه بېرته واخلي، کنه ستاسو ډيموکراسي ولس ته د خپلو ارزښتونو د دفاع حق ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انصار

یره افسوس صد افسوس چه د زمریانو په ټاټوبی که داسی یو څوک پیداکیژی، افسوس صد افسوس په هفه کندهاری مور چه دا بی دینه یی زیژولی دی، خو زه دغه والی ته وایم چه ته د فیل په غوژ که ویده یی، او ستا عقل کار نه کوی ، ته خو اول دا خپل شهر ته وګوره چه ستا د مکتبونونو نه دغلته مدرسی ډیری دی، او الحمد الله په ټول کندهار شار که یوه بی حجابه شځه نشی پیدا کولی، ستا ټول د کندهار اوسیدونکی د سنتو مطابق ژوند لری ، او د دین سره، سر شاره مینه… نور لوستل »

شیرعلی صافی

توریالی ویسا پدی کار باندی خپل غربی باداران خوشالوی خدای ج به یی تباه کړی چا چی د اسلام سره دشمنی ته ملاتړی وی ډیر زر یی ټغر ټولیژی

طوفان طوطاخیل

ډم به نو خود دډمامي کارونو ته اجازه ورکوي ،
دغرب پر آخور رالوی شوی نو سنت اود ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله تعالی علیه وسلم له سیرت څخه څه خبر دی ، هغه متل دی وایې :خر دګل په بوی څه پوهیږي ! نو له دې غرب رالوی شویو څخه یواځی اویواځي همدا طمع کیدلی شي اوبس ، په کاردی کندهاري وروڼه یوه غټه مظاهره وکړي یا یو فدایي مجاهد ورته برابرکړي ترڅو دی او دده په شان نور تالۍ څټي له منځه یوسي ، والسلام

محمدی

الله جلا له د ورحمیږی په دغه کړیدلی ولس باندی، دا اوله د اسلام ضد پیښه نه ده چه دغه غرب ګډاګیان کوی.دا استعمار ازمویني دی چه دغه ملت کوی ترڅو د خلک احساس معلوم کړی چه دغه ملت څومره ويښ ده. دغه ملت که همداسی وی نو د مصر حالت پری راتلونکی ده

محمود

يه ډیره بخښنه سره یارو
نورخوبایدمربوطه تش په نامه اسلامی ګوند پوه شی چی جهادنه کوی اوددوی ملاتړ کوی همداسی به ورسره کیږي

نوردالله ج پخاطردمجاهدینوملاتړوکړی

سعید

توريالي ويسا شين خر دی پدې نه پوهیږي چې جمعیت اصلاح پروګرامونه د دوی او د امریکایانو د ټولو په ګټه دي، ځکه په کابل کې د جمعیت اصلاح همدغسې مسابقې کې د دولت د حج او قاف وزارت له لوري لومړۍ درجه کامیاب ته د حج جایزه اعلان شوه.

ایوبی

څه متل دی وایی چی د میږي ورکه راشي نو وزرې وکړې، ان شاءالله چی د غربی استعمار اخري سلګۍ دي ځکه داسې لوړ لوړ ګامونه اوچتوي، او هر چا چی له الله تعالی سره ډغرې وهلې دي بیا یی ښه ورځ نه ده لیدلې هغه که هر څوک وي.

ميرويس مجاهد

وَكَذَٲلِكَ جَعَلۡنَا لِكُلِّ نَبِىٍّ عَدُوًّ۬ا شَيَـٰطِينَ ٱلۡإِنسِ وَٱلۡجِنِّ يُوحِى بَعۡضُهُمۡ إِلَىٰ بَعۡضٍ۬ زُخۡرُفَ ٱلۡقَوۡلِ غُرُورً۬ا‌ۚ وَلَوۡ شَآءَ رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ‌ۖ فَذَرۡهُمۡ وَمَا يَفۡتَرُونَ (١١٢) الانعام ۶ ترجمه: اوهمدارنګه ګرځولی وه موږ هر پيغمبر لره دښمن شيطانان د سړو او پيريانو۔ چې وسوسه اچوی ځنی د دوی وځنو نورو ته ښايسته کړل سوی خبری د غلولو لپاره او که اراده سوی وای د رب ستا نو نه به وو کړی دوی دا کار پس پريږده ته دوی او هغه چې دوی له ځانه دروغ جوړوی۔ پاره۸ ،سورت۶ آيت ۱۱۲ وَمَن يَعۡشُ عَن ذِكۡرِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ نُقَيِّضۡ لَهُ ۥ شَيۡطَـٰنً۬ا فَهُوَ لَهُ ۥ… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx