نړۍ

د امریکا او پاکستان فوځي اړیکي یو واره بیا فعاله کیږي

4american-troops-afghanistanنن ټکی آسیا: د امریکا د فوکس نیوز چینل ویلي چي کیدای شي په راتلونکو میاشتو اپریل او مئي کي د امریکا فوځي چارواکي او روزونکي یو ځل بیا پاکستان ته ولاړ سي.
خو هلته به په پاکستان کي هغوی ته د پخوا په شان اجازه نه ورکول کیږي چي د استخباراتي فعالیت وکړي، او یا د ډرون بریدونو او نور فعالیت لپاره به کوم فوځي مرکز د پخوا په شان نه ور سپارل کیږي.

په راپور کي راغلي چي دا ځل به پاکستان امریکايي ماهرینو او فوځیانو ته په ځینو خاصو شرایطو اجازه ورکوي، چي تر اوسه لا د پاکستان له خوا امریکا ته نه دي سپارل شوي خو په هغو کې د استخباراتي فعالیت درول، بی له اجازته د بی پلوټه الوتکو بمبار نه کول، او د پاکستان پر فضايي حدودو تیری نه کول، شرطونه کیدای سي مهم وي.
د راپور له مخي که پاکستان ته د امریکايي فوځي ماهرین او روزونکي بیا ولاړ سي، نو ورسره به د چمن او طورخم لاري هم د امریکايي فوځي اکمالاتو پر مخ پرانیستل سي.
د یادوني وړ ده چي امریکايي ځواکونو ته د پاکستان له لاري اکمالاتي کاروانونه هغه وخت بند سول کله چي امریکايي الوتکو د پاکستان پر یوه فوځي قرارګاه باندي د افغانستان سره پر پوله بمبار وکړ، چي په ترڅ کې ۲۶ پاکستاني عسکر ووژل شول، چي له هغه وروسته نه یوازي د امریکایانو د اکمالاتي کاروانونو لاري وتړل شوې بلکي امریکايي فوځي ماهرین او روزنکي هم له هیواده وشړل شول، او هم يې د شمسي ایر بیس په نامه فوځي اډه چي امریکایانو ته سپارل شوې وه، بیرته ځیني واخیستل شوه.
تیره ورځ د پينټاګون ویاند د رسینو سره په خبرو کي وویل چي په افغانستان کي د ناټو د ځواکونو مشر جنرال جون آلن د پاکستان سره په مسلسل رابطه کي دی، تر څو د پاکستان له لاري د اکمالاتو لار پرانیستل سي.
د پینټاګون ویاند وویل چي د پاکستان له لاري د اکمالاتي کاروانونو لاره تړل کیدل دوی ته دومره زیان نه دی رسولی، یوازي يې په اخراجاتو کې دوه نیم فیصده زیاتوالی راغلی دی.
باید وویل شي چي مخکي همدې ادارې ویلي وو چي ددوی د اکمالاتو په لګښت کې ۶ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x