نړۍ

یوسفزی: سعودي له پاکستان څخه ډیر مایوسه شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): په پیښور کې د سیاسي چارو کارپوه او ژورنالیست رحیم الله یوسفزی وايي چې سعودي عربستان له پاکستان څخه په هغې پرېکړې ډیر مایوسه او خفه دی چې د یمن په جګړه کې يې له ګډون څخه ډډه کړې.

یوسفزی له امریکا غږ راډیو سره په مرکه کې ویلي چې سعودي له پاکستان او په ځانګړي ډول له لومړي وزیر نواز شریف څخه ډیر توقعات درلودل او هغوی دا ګومان کاوه چې دوی هره غوښتنه وکړي پاکستان به یې مني. د نوموړي په وینا، سعوديانو کله هم دا سوچ نه کاوه چې د پاکستان پارلمان به داسې پرېکړه کوي.

نوموړی زیاتوي چې سعودي پخوا پاکستان ته مرستې ورکړي دي، خو له کله نه چې پاکستان په اتومي ځواک بدل شوی له هغې وروسته سعودي له پاکستان سره پاموړ اقتصادي مرستې نه دي کړي.

رحیم الله یوسفزی وايي چې د پاکستان اقتصاد به ضعیفه وي خو دومره هم نه ده چې د سعودي له مرستو پرته ګزاره نه شي کولی.

ښاغلی یوسفزی وايي چې د نواز شریف کورنۍ د سعودي له شاهي کورنۍ سره نږدې اړیکي لري، خو دا د دواړو کورنیو شخصي موضوع نه، بلکې د دوه هیوادونو او ولسونو موضوع ده. نوموړی وايي چې پارلمان د ملت استازی دی او د ملت استازو دا فیصله کړې چې دوی به د یمن په جګړه کې ګډون نه کوي.

رحیم الله یوسفزی زیاتوي چې پاکستان د مختلفو لاملونو له کبله د سعودي توقعات نه شي پوره کولی، د نوموړي په باور په پاکستان کې د شیعه ګانو موجودیت او د ایران ګاونډیتوب هغه عوامل دي چې پاکستان یې انکار ته اړ کړی.

د نوموړي په باور، په پاکستان کې یوازې د نواز شریف ګوند د سعودي د ټولو غوښتنو د پوره کولو پلوي کوله، خو د مذهبي ګوندونو په شمول نورو ټولو ګوندونو د دغې پریکړې مخالفت کاوه.

ښاغلی یوسفزی وايي، اوس چې سعودي عربستان د پاکستان د دغې پرېکړې په مقابل کې څومره منفي څرګندونې کوي هومره به په پاکستان کې د دې هیواد پر وړاندې مخالفتونه زیاتیږي.

تېره اونۍ د پاکستان پارلمان پریکړه وکړه چې د یمن په جګړه کې به د حوثیانو په خلاف له سعودي عربستان سره مرسته نه کوي، او نه به د سعودي په ملاتړ یمن ته خپل پوځونه او الوتکي لیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x