افغانستان

کرزي: د حزب اسلامي د استازو سره مي د سولي په اړه مهمي خبري کړي

KARZAIنن ټکی آسیا: نن حامد کرزي پارلمان ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چی نومړي د حزب اسلامي د مندوبینو سره په کابل کې لیدلي او خبري کړي دي.
هغه دا نه وویل چي د حزب اسلامي د استازو سره يې څه وخت کتلي، خو زیاته کړې ده چي دا خبري ډیري ګټوري وې، او په افغانستان کي به د سولي د ټینګښت لپاره مهم رول ولري.
حزب اسلامي په افغانستان کي په ځینو برخو کې وسلوال لري، خو دټول افغانستان په سطحه يې رول خورا کم بلل کیږي،

د امریکا له خوا ددغي ډلي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار د تروریستانو په لسټ کي شامل دی.
امریکا چي غواړي تر ۲۰۱۴ کال پوري د افغانستان څخه په پراخه کچه خپل ځواکونه وباسي، په دې وروستیو کې په دې هلو ځلو دی چي په افغانستان کي د مقاومت د لیکو سره جوړ جاړی وکړي، او په همدې موخه يې په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر د خلاصولو لپاره هلي ځلي پيل کړي دي.
باید وویل شي نن د امریکا له خوا د سیمي لپاره خاص استازی مارک ګروسمان هم کابل ته رسیدلی، او تمه کیږي چي نن به د حامد کرزي سره ګوري، او د طالبانو سره د خبرو اترو په اړه به خپل تفصیلات ورسره شریکه وي او په دې اړه یې په اعتماد کي اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x