نړۍ

پنټاګون: د امریکا د فوځ په لیکو کې ځان وژنه او جنسي تشدد زیات شوی دی

womensoldiersنن ټکی آسیا: د امریکا دفاع وزارت پينټاګون هغه راپورونه منلي چي وايي د امریکايي فوځ په لیکو کې د پخوا په نسبت د ځان وژني کچه لوړه شوې ده، او هم ورسره د جنسي تشدد په پيښو کې زیاتوالی راغلی دی.
په راپور کي راغلي چي یوازي تیر کال ۲۰۱۱ کې ۱۶۴ امریکايي عسکرو خپل ژوند په خپله اخیستی، او ځان وژنه یې کړې ده، او د جنسي تشدد ۲۲۹۰ پيښي ثبت شوي دي، چي د کال ۲۰۰۶ وروسته په دې پيښو کې ۶۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په راپور کي راغلي چي د جنسي تشدد په پيښو کې یوازي ۶ داسي پيښي وې چي په کښي دغه عسکر په شرابو نشه وه، او نوري ټولي پيښي په عادي حالت کي تر سره سوي دي.
باید وویل شي چي د جنسي تشدد اکثره پيښي د ښځینه عسکرو په وړاندي ترسره شوي چي د فوځ په لیکو کې په کار ګمارل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x