نظــر

د فرخندې قرباني او معکوسه پایله

لیکوال: انجنیر محمد احسان صدیق

له بده مرغه په افغانستان کې تل یو شمیر خلکو قرباني ورکړې، د اسلام د پاللو قرباني، د وطن د ساتلو قرباني، له خپل ننګ او ناموس نه قرباني او همداسې نورې قربانۍ خلکو ورکړې دي، خو تل دغو قربانیو د ښې او مطلوبې پایلې پرځای معکوسه پاله لرلې ده او د نیکمرغۍ په ځای یې بدمرغي رامنځته کړې ده. که ډير لرې ولاړ نشو او له رانږدې تیر وخت نه یې پیل کړو، افغانانو د اسلام، وطن او خپل ننګ او ناموس نه ددفاع لپاره درې واره له انګریزانو سره خونړۍ جګړې وکړلې او بلاخره یې انګریزان مات کړل، خو په پایله کې داسې یو شخص د افغانانو د چارو واګي په لاس کې و نیولې چې د افغانانو د هیلو په خلاف یې حرکت وکړ او که بیا هم همدې خلکو مقاومت نه وای کړی، نو امان الله خان به اسلامي مقدسات له خاورو سره خاورې کړي وای او د افغانستان د خلکو ناموس به یې د ډیرو نورو مملکتونو په څیر بې حجابه او بې عزته کړی وای. همدا رنګه افغانانو د شورویانو او د هغوی له کمونستو ګوډاګیانو په وړاندې سرښندونکې مبارزه وکړه او مال او ځان یې په دغه مبارزه کې قربان کړل، خو کله چې مجاهدین کابل ته راغلل، د قدرت پرسر په جګړه کې بیا هم د افغانانو د جهاد او قربانۍ اصلي هدف هیر، اسلام او جهاد بدنامه، د افغانانو وطن په کنډوالو بدل، او عزت یې له خاورو سره خاورې شو. په افغانستان کې داسې معکوسه پایلې ډیرې لیدل شوي، خو زه غواړم په دې لیکنه کې په همدې نږدې نن او پرون کې دیوې پیښې په اړه و غږیږم.

هو ګرانو دوستانو، دا پیښه څو ورځې وړاندې رامنځته شوه او لا تراوسه یې میاشت نه ده پوره شوې، د کابل د شاه دوشمشیره پیښه یادوم، د 1393 کال د کب میاشتې په 28 نیټه د زیارت مجاور خلکو ته یوه جینۍ وروښودله او ویې ویل چې دغې نجلۍ قرآن کریم ته اور ورته کړی او خلکو هم له کوم صبر او فکر پرته ددغې نجلۍ پر وهلو ټکولو لاس پورې کړ او له وژلو وروسته یې سیند ته ورواچوله او اور یې ورته کړ. که څه هم چې دا یو ناسم کار وو، او خلکو باید داسې نه وای کړي، خو په دې پیښه کې د دولت پخوانۍ کړنې هم ډیر رول لري، ځکه دولت له دې وړاندې اسلام ته سپکاوي کوونکو سره هیڅ ډول جدي چلند ونکړ، او خلکو خپل اعتبار پردولت له لاسه ورکړ، او خپله یې د محکمې او د قانون د اجرا، کوونکو رول ترسره کړ، نو دولت هم په دې پیښه کې په هماغه اندازه ګرم دی چې ددغې پیښې عاملین په کې ګرم دي.

په هر ډول مونږ په دې لیکنه کې په دې بحث نه کوو چې دا پیښه څنګه رامنځته شوه، عامل یې څوک او ملامت په کې څوک وو، دلته مونږ په یوه بله خبره بحث کوو او هغه دا چې له دغې پیښې وروسته غالب ګمان دا دی چې دغه نجلۍ چې فرخنده نومیده یوه عالمه او مؤحده نجلۍ وه او له زیارت پرستۍ، قبر پرستۍ، خرافاتو، بدعاتو او تعویذونو په وړاندې یې مبارزه کوله، او په همدې لار کې یې ډیره ستره قرباني هم ورکړه او هغه دا چې خپل ژوند یې لا لاسه ورکړ، او هغه هم په ډیره بې رحمانه او وحشیانه توګه. خو له بده مرغه داسې ښکاري چې ددغې نجلۍ قرباني هم معکوسه پایله رامنځته کړي او د هغې ارمان له خاورو سره خاورې شي، هغه ارمان چې هغې درلود دا وه چې خلک له شرکیاتو او بدعاتو نه لرې کړي، او خالص توحید ته یې راوبولي.

که څه هم چې له دې پیښې وروسته دولت او درباري ملایانو لاپې او شاپې شروع کړې چې له بدعاتو او مزخرفاتو سره به جدي مبارزه پیلوي، خو خواشینوونکې خبره دا ده چې اوس خپله فرخنده او دهغې قرباني د شرک او بدعت په یوه نماد د بدلیدو په حال کې ده.

د 1394 کال د وري په 24 نیټه ماسخوتن قضاء د شاه دو شمشیره جومات له واټ نه چې اوس د فرخندې په نوم نومول شوی دی تیریدم، کله چې هغه ځای ته ورسیدم چې د فرخندې مړي ته اور ورته شوی وه، له داسې یوې منظرې سره مخ شوم چې سخت یې خواشینی کړم. له بده مرغه هغې فرخندې چې له قبر پرستۍ سره مبارزه کوله، اوس یې د وینې د توییدو ځای کټ مټ د یوه خرافاتي زیارت بڼه خپله کړي، څو بیرغونه ورباندې درول شوي، او د زیارتونو توغ ته ورته توغونه ورپورې تړل شوي، او له سرک نه ها بله غاړه د پولیس یو موټر له څو تنه سرتیرو سره ولاړ دی او ددغه نیمه زیارت نه ساتنه کوي. نو که د زیارتونو تاریخ ته وګورو هغه ټول زیارتونه چې نن جوپې جوپې خلک ورته د شرکیاتو او بدعاتو د ترسره کولو لپاره ورځې، په لومړي سر کې همداسې عادي وو، او ورو ورو خلکو ورته پام شو، او د دروغو آوازو او شیطاني وسوسو په پایله کې همدې خلکو دشرک او بدعت په سترو مرکزونو بدل کړل، نو که له همدا اوس نه علماء او دعوتګران دغې موضوع ته پام ونکړي، نو څو کاله وروسته به دغه ځای د شرک او بدعت په یو بل ستر مرکز بدل شي، هغه هم په اوسني وخت کې چې غلامې رسنۍ ترڅو چې کولی شي د خلکو د عقایدو او کړنو د فاسدولو په لټه کې دي، او هڅه یې دا ده چې خلک له رښتوني اسلام نه پر بله لور واړوي.

زه په دې لیکنه کې له ټولو خلکو، مسئولینو، علماؤو، دعوتګرانو، او د فرخندې له کورنۍ نه هیله کوم چې که په رښتیا د فرخندې ارمان ته درناوی کوۍ نو همدا اوس هڅه وکړۍ چې د فرخندې قرباني معکوسه پایله ونلري او هغې ته دخپلې قربانۍ ښه او مکمله بدله ورسیږي. دا نن د فرخندې د کورنۍ دنده ده چې هماغه ځای ته ورشي، بیرغونه او توغونه لرې کړي، او هیڅ نښه پرینږدي، ځکه دا د رسول الله صلی الله علیه و سلم او د هغه د یارانو رضی الله تعالی عنهم اجمعین سنت دی، چې داسې ځایونه او شیان چې به ترې نه دې شرک او بدعت د رامنځته کیدو ویره موجوده وه له منځه وړل، لکه هغه ونه چې تر سیوري لاندې یې د حدیبیې بیعت ترسره شو. نو د فرخندې کورنۍ هم باید په همدې سنت عمل وکړي، او ددغه کار مخه ونیسي، دا کار ځکه باید د فرخندې کورنۍ وکړي، چې که بل څوک دغه کار وکړي، نو د حساسیتونو او عکس العملونو د رامنځته کیدو ویره شته، خو د فرخندې د کورنۍ په وړاندې به بیا دغسې حساسیت رامنځته نشي، او دولت ته هم په کار ده چې بیا په دغه ځای کې ددغسې کړنو مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rehmat jan

داکاربایدشیخ امین وکری لکه تاسی لیکنه باندی کریده شیخ امین بایدعمل وکری

انجنیر محمد احسان صدیق

ښاغلی ورور رحمت جانه، اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
وبخښې وروره ستا د خبرې په مطلب سم پوه نشوم، کیدای شي لږ وضاحت وکړې؟

رشـــــــــــــــــــاد بدر

صدیق صاحب الله ج دي خیر در په نصیب کړي پدي کی کوم عاقل هم شک نسي کولاي چه مزارونه او دربارونه دشرک او بدعت اډي دي مګر هغه څوک چه الله ج عقل ورڅخه سلب کړي وي او داسلامي په اساساتو نه پوهیږي په ټولو اسلامي سني مذاهبوکي پر زیارتو باندي بارګاهونه لاڅه چه دسمنټو او کچو استعمال ناروا او نا ناجائز دي او اکثرا هلته بی دینه او پریب کار مکار ملنګان ناست وي دخلګو دمال او ناموی دلټولو لپاره باید مسلمانان وخپل دین ته مراجعه وکړي ـ درسول الله صلی الله علیه وسلم خبره دومره واضح او… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x