ټکنالوژي

ایل جي (LG) کمپنۍ خپل د نوی سمارټ فون عکسونه افشا کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د ایل جي کمپنۍ نوی سمارټ فون به راتلونکي اونیو کې بازار ته وړاندې شي خو بازار ته وړاندې کیدو څخه مخکې د دغې سمارټ فون ځانګړتیاوې افشا شوې.

د ایل جي کمپنۍ ویب پاڼه کې د دې سمارټ فون په اړه معلومات خپور شوی و چې د ایوان بلاس نومې کس هماغه مهال دغه معلومات کاپي کړی.

د افشا شوي معلوماتو پر بنسټ د ایل جي کمپنۍ دغه نوی سمارټ به د څرمن له پوښ سره کاروونکو ته وړاندې شي. دغه سمارټ فون به په مختلفو رنګونو بازار ته وړاندې کیږي.

ایل جي کمپنۍ به د خپل نوی سمارټ فون شپږ ورژنونه له څرمن پوښ او درې نور به له پلاستیکي پوښ سره وړاندې کړي. لا تر اوسه د اوسپنیز ورژن په اړه څه ندي ویل شوي.

د ټکنالوژي برخې کارپوهان وايي چې دا هیڅ امکان نه لري چې ایل جې خپل د نوی سمارټ فون اوسپنیز ورژن بازار ته وړاندې نکړي خو تر دې مهاله د دې په اړه هیڅ ډول معلومات شتون نه لري.

د دې سمارټ فون د څرمن پوښ لرونکی ورژن به په تور، سور، ارغواني، سپین، طلایي او د غنم رنګي رنګونو کې به کاروونکو ته وړاندې شي خو ایل کمپنۍ په پلاستیکي ورژن کې د شته رنګونو په اړه څه ندي ویلي.

د پخوانیو راپورنو پر بنسټ د ایل جي کمپنۍ دغه سمارټ فون ۵.۵ انچه کواډ ایچ ډي (Quad HD) ډسپلې لري او ۳۰۰۰ ایم اې ایچ (3000 mAh) وړتیا لرونکی باطرۍ په کې ځای پر ځای شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x