ورزش

د ارسنال لوبډلې اجرايي مدیر: د لوبډلې له لوبې راضي نه یم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د ارسنال شخصي لوبډلې وتوانید د برنلي لوبډلې ته ماتې ورکولو سره پرلپسې اتمه بریا ترلاسه کړي.

تیر دوه میاشتو کې د ارسنال او ارسن ونګر لوبډلې تر ټولو غوره او په ړزه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړي خو ارسنال لوبډلې د موناکو شخصي لوبډلې په وړاندې ماتې هم خوړلی.

ایوان ګازیدیس د ارسنال شخصي لوبډلې اجرایي مدیر رسنیو ته ویلي چې نوموړی د لوبډلې له لوبې راضي ندی او باید دغه لوبډله لومړۍ مقام خپل کړي. ارسنال توانیدلی د غوره لیګ په لوبډلو کې دوهم مقام خپل کړي.

د ډيلي میل راپور پر بنسټ ګازیدیس وویل:«د لوبډلې حالت راضي کوونکی نه دی او تر پایه به کوښښ وکړو چې غوره لاسته راوړنې ولرو. د لوبغاړو له پرمختګ څخه راضي یو او هیله لرو چې غوره لیګ اتلولی وګټو. د دې فصل له لوبو وروسته به سره ټول شو او په دې اړه به فکر وکړو چې څنګه کولی شو غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړو. زمونږ لوبډله غوره ترکیب لري او د هغوي ټیټ عمرونو ته په کتولو سره ویلی شو چې په راتلونکي که به ډیر زیات پرمختګ وکړي. مونږ دغه فصل کې ډیر نوي لوبغاړو ته د لوبې چانس ورکړ. زمونږ ډیر شمیر لوبغاړي د دې فصل لوبو په پیل کې ټپې شوي ول.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x