اطلاعاتو او کلتور وزارت ته نوماند دوه تابعیته لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۴ل): د ۱۶ نوماندو وزیرانو له جملې یوازې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته نوماند عبدالباري جهاني د امریکا دوهم تابعیت لري.

د کابېنې ۱۶ پاتې وزیران د وري په ۱۲مه د ګډحکومت د ولسمشر دوهم مرستیال لخوا د باور رایې د اخېستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شول.

د ولسي جرګې منشي عبدالرووف انعامي ویلي چې د ټولو نوماندو وزیرانو اسناد څېړل شوي او ولسي جرګې ته د منلو وړ دي خو د عبدالباري جهاني دوهم تابعیت لغوه کېدل باید د اړوندو منابعو څخه تایید شي.

هغه زیاته کړې چې ولسي جرګې بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د امریکا سفارت ته مکتوبونه لیږلي خو دوی تر دې دمه د عبدالباري جهاني د دوهم تابعیت لغوه کولو په اړه ولسي جرګې ته معلومات نه دي ورکړي.

د انعامي په وینا که د عبدالباري جهاني دوهم تابعیت لغوه کېدل د امریکا سفارت او بهرنیو چارو وزارت څخه تایید شي نو له هغه وروسته کولای شي خپل کاري پلانونه ولسي جرګې ته تشریح کړي.

ولسي جرګې پریکړه کړې چې هغه وزیرانو ته چې دوهم تابعیت لري، رایه ورنه کړي.

د ۱۶ نوماندو وزیرانو له جملې ۱۱ وزیرانو خپل کاري پلانونه ولسي جرګې ته وړاندې کړي دي او ټاکل شوې چې د پوهنې، ښځو چارو او ترانسپورت وزارتونو ته نوماندان به د چهارشنبې په ورځ خپل پلانونه ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

د ګډحکومت د مشرانو د اختلافاتو په سلسله کې د ملي دفاع وزارت څخه د ارکان حرب جنرال افضل لودین د استعفا ورکولو وروسته تر دې دمه هېڅوک نه دی نوماند شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د