لاهور: د دواو د رد عمل له وجي ۲۳ تنه ناروغان مړه شول
نن ټکی آسیا: د پاکستان د پنجاب ایالت په پلازمینه لاهور کې د دواو د ردعمل له وجي ۲۳ تنه ناروغان مړه شوي دي.
دغه دوا چي د کارډیالوژي د انسټیوټ له خوا د زړه د ناروغانو لپاره تیاره شوې، تر اوسه ۲۳ تنه مړه کړي، او له وجي يې د پنځوسو تنو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی، او نور ۱۵۰ کسان تر درملني لاندي دي.
د پنجاب ایالت وزیر اعلی او ګورنر دواړو ددغه پيښو روپورټ غوښتی، او په عاجله توګه يې دوژنکو دواوو د روغتونونو او مارکیټ څخه د را ټولو امر صادر کړی دی.