د BBC د هوا څپې د اسرائیلو په ګرو کې

لیکواله: امینه سلیم
ژباړن: شریف جواد

کارل صباغ فلسطیني الاصله برتانوی لیکوال او ژورنالیست دی. روانه میاشت یې «العربي» ویب پاڼې ته لیکنه کړې، او یوه جالبه پوښتنه یې مطرح کړې.

صباغ پوښتنه کوي: «برتانوي ژورنالیستان د هغو تکړه ژورنالیستانو له ډلې څخه شمېرل کیږي چې په راپورونو کې د شک او بې باورۍ تر حده دقت کوي. خو پوښتنه دا ده چې ولې ځینې برتانوي ژورنالیستان هغه مهال دا ځانګړنه له لاسه ورکوي چې کله خبره په اسرائیلو راوڅرخي؟»

نوموړی دا پوښتنه په داسې حال کې مطرح کوي چې دوه اونۍ وړاندې د BBC مشهورې خبریالې (سارا مانټیګو) د اسرائیلو دفاع وزیر (موشي یعلون) سره یوه شرموونکې مرکه وکړه.

BBC راډیو په «Today» خبري پروګرام کې له یعلون سره هغه مهال دا مرکه کړې چې بنیامن نتنیاهو تازه په تازه انتخابات ګټلي وه او لا له وړاندې يې اعلان کړی وه چې که په ټاکنو کې بریالی شي د فلسطیني دولت موجودیت به ونه زغمي.

خو د BBC خبریالې (مانټیګو) له اسرائیلي وزیر سره په مرکه کې دا موضوع اغفال او سترګې یې پرې پټې کړې او له هغه څخه یې دا پوښتنه ونکړه چې په داسې حال کې چې په اصطلاح د سولې پروسه هم روانه ده، ایا د نتنیاهو دغه څرګندونې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه او په غیر قانوني توګه د فلسطین د مستعمره کولو په معنی نه دي ؟ هغې د اسرائیلو له وزیره دا هم ونه پوښتل چې ایا د نتنیاهو څرګندونې به د اسرائیلو لویدیځوال ملګري اړ نه کړي چې نوموړي ته د سولې د دښمن په سترګه وګوري؟

سربېره پر دې، نوموړی لیکوال یوې بلې باریکۍ ته هم متوجه شوی، هغه دا چې د BBC خبریالې ځان له ټولو ژورنالیستیکو اصولو او آرونو څخه لغړ کړ او اسرائیلي وزیر ته یې اجازه ورکړه چې د دروغو او منفي پروپاګند لړۍ بیان کړي په داسې حال کې چې د BBC خبریالې یې نه په خبرو کې مداخله کوله او نه یې ترې د وضاحت غوښتنه کوله.

د BBC خبریالې له یعلون سره مرکه په دې پوښتنه پیل کړه چې ایا د نتنیاهو په راتګ سره خو به د فلسطیني او اسرائیلي دولتونو یو ځای اوسیدلو امکان له مینځه نه وي تللی؟ او د اسرائیلو دفاع وزیر ته یې موقع ورکړه او هغه د درې دقیقو لپاره د BBC د هوا څپې په خپل ګرو کې وساتلې.

کله چې یعلون خبرې کولې د BBC خبریالې خوله چوپه نیولې وه او دومره قدرې سوڼ یې نه خوت چې لږ تر لږه د هغې شتون معلوم کړی وای، په همداسې فضاء کې یعلون لاندې دروغ هم بیان کړل:

«فلسطینیان له سیاسي ازادۍ څخه برخمن دي…. مونږ په دې باندې خوشحاله یو، مونږ هیڅکله نه غواړو چې په فلسطینیانو باندې حکومت وکړو».

د BBC خبریالې یعلون ته وخت ورکړ چې په اسرائیلي اشغال، د فلسطین د ولسي جرګې د بې ګناه وکیلانو په زنداني کولو، او د فلسطینیانو د ټول ژوند په غصبولو سترګې پټې کړي، نو هغه خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او ویې ویل:

«فلسطینیانو تصمیم نیولی چې په دوه نظامونو وویشل شي، یوه به په لویدیځه غاړه کې وي چې مشري یې محمود عباس او ابو مازن کوي، او بل د حماس ګوند دی چې په غزه کې شتون لري. دا د فلسطینیانو خپلمنځي تصمیم دی. خو بیا هم مونږ چمتو یو چې له ابو مازن او محمود عباس سره په ګډه د یو داسې خپلواک، با صلاحیته او مسئول حکومت په درلودلو کې همکاري وکړو چې له مونږ سره څنګ په څنګ اوسیږي».

د BBC خبریاله لا هم ګونګه وه، په داسې حال چې د یوې متعهدې ژورنالیستې په توګه هغې ته لازمه وه چې یعلون د یوې شیبې لپاره تم کړي او لږ تر لږه دا سپیناوی وکړي چې په دوه نظامونو د ویشل کیدو تصمیم هیڅکله د فلسطینیانو خپل تصمیم نه وه. له جغرافیوي پلوه د وېش نقشه په ۱۹۴۷م کال ملګرو ملتونو ترتیب کړې، او له سیاسي پلوه اسرائیلو د زور او تشدد څخه کار واخیست او د حماس او فتح دواړه ګوندونه یې پرېنښودل چې یو واحد حکومت تشکیل کړي.

فلسطینیان خپلواکي نه لري، په ملګرو ملتونو کې څوکۍ نه لري، د مستقل دولت خاوندان نه دي، د اسرائیلو له بریدونو څخه د دفاع لپاره پوځ نه لري. ولې د BBC خبریالې د اسرائیلي وزیر خبرې قطع نه کړې تر څو د نوموړي غلطې ادعاوې رسوا کړي؟

سر بېره پر دې، د BBC خبریاله ظاهرا داسې معلومېده چې له یعلون سره موافقه ده. هغې یو ځل بیا اسرائیلي وزیر ته موقع ورکړه چې په فلسطینۍ موضوع کې اسرائیل یو با صلاحیته، مقتدر او مسئول اړخ وانمود کړي.

اوریدونکو تمه درلوده چې خبریاله به یعلون ته د اسرائیلو هغه مظالم او نارواوې ورپه زړه کړي چې د فلسطینیانو بیخ وبکر یې ایستلی او په تېر دوبي کې يې پر غزه د بمبارۍ په ترڅ کې بشپړې کورنۍ پو پناه کړي دي، اوریدونکو دا تمه هم درلوده چې خبریاله به د اتومي وسلو له عدم استعمال سره د اسرائیلو مخالفت ته اشاره وکړي. خو د اوریدونکو دا هیلې په مایوسۍ بدلې شوې.

د BBC خاموشي لا هم په خپل حال وه، یعلون د فلسطینیانو پر خاوره د اسرائیلو د نا قانونه استوګنو د برائت لپاره یوه مکرجنه غوښتنه وکړه. «که مونږ یو ځای اوسیدل غواړو، نو بیا ولې یهودان په دغو سیمو کې نه پریږدو او د شړلو کوښښ يې کوو؟».

یعلون خبرو ته ادامه ورکړه، تا به ویل چې اسرائیلو نه د فلسطینیانو خاوره اشغال کړې او نه یې غزه محاصره کړې: «راځئ یو تر بله څنګ په څنګ ژوند وکړو، او دا د دواړو خواوو په ګټه ده»

يلعون لکه د نورو اسرائیلي مکارو ژورنالیستانو په شان، د اسرائیلو په پلوۍ ښکرور دروغ ویل. خو پوښتنه دا ده چې ولې BBC پريښی وه چې بې خاره او پرته له پوښتنې دروغ ووايي؟

د BBC خبریالې، چې کټ مټ د یوې اسرائیلۍ راډیو خبریاله برېښېده، په اخیر کې یوه پوښتنه وکړه. دا پوښتنه نه د اسرائیلو د ظالمانه اشغال په اړه وه او نه د غزې د محاصرې په باره کې؛ یعلون لا له وړاندې په دې اړه د اسرائیلو برائت څرګند کړی وه، دا پوښتنه همدا راز په هغو پیښو هم نه راڅرخیده چې په اتومي وسلو سمبال او د لویدیځ له ملاتړه برخمن اسرائیلي دولت فلسطینیان په ډیرې بې رحمۍ له تېغه تیر کړي دي.

د BBC خبریاله دا پوښتنې نه مطرح کوي. بلکې د یعلون له ټولو خبرو سره د موافقې په ډول پوښتنه کوي:

«ښه، تاسو د داسې دوه دولتونو انځور وړاندې کړ چې مشخص حدود نه لري، ځینې خلک وايي چې د دغې نقشې په پایله کې د اسرائیلو امنیت متضرر کیږي، ځکه چې یو شمیر فلسطینیان د اسرائیلي حکومت له لاسوهنې پرته فلسطیني دولت غواړي، چې په نتیجه کې به د اسرائیلو امن او ثبات زیانمن شي. تاسو په دې اړه څه نظر لرئ؟»

هیښوونکې ده، د BBC خبریالې په لویدیځه غاړه، بیت المقدس او غزه د اسرائیلو ۴۸ کلن اشغال او د فلسطیني ولس د قتل عام او ټولوژنو جنایات دومره بې ارزښته کړل چې مازې «د اسرائیلي حکومت لاسوهنه» یې وبلله.

د هغې دا پوښتنه چې «د اسرائیلو امنیت متضرر کیږي»، د استعمار د خوندیتوب په اړه د هغې اندیښنه په ډاګه کوي، او د مستعمره شوي ولس د خوندیتوب اندیښنه ورسره نه شته.

د BBC راډیو د Today پروګرام چلوونکي په دې شهرت لري چې له حکومتي وزیرانو څخه سختې او توندې پوښتنې کوي، بار بار د هغوی په ځواب کې مداخله کوي، په خبرو کې یې رابندوي او هره دروغ خبره پرې ډیر ژر راسپینوي.

په عین راډیويي پروګرام کې برتانوي وزیر «جورج اوسبورن» میلمه وه، د پروګرام چلوونکي خبریال (جیمس ناټي) ترې په جرئت او بې له کوم ډاره پوښتنه وکړه چې ایا نوموړی خو به له اخلاقي رسوایۍ سره مخ نه وي؟

خو د مرکې همدغه زغرد معیارونه او توند اصول هغه مهال یوې خوا ته ایښودل کیږي کله چې مرکه له اسرائیلي وزیر سره وي. یوازې دا نه چې د یعلون دروغو ته BBC ګونګه روژه نیولې وه، بلکې نوموړي ته یې خلاصه اجازه ورکړې وه چې د لویدیځې غاړې او غزې د واقعاتو یو بیخي نوی تعریف وړاندې کړي.

د BBC موقف داسې وه لکه له اسرائیلو سره چې د جوال په نیولو کې مرسته کوي او نړۍ ته دا ښيي چې په فلسطین کې لا له وړاندې دوه بې سرحده دولتونه شتون لري، هلته فلسطینیان سیاسي ازادي لري او اسرائیل خوشحاله دي چې د فلسطینیانو په ګاونډ کې واوسیږي.

د BBC دا مرکه، که مرکه یې وبولو، د برتانوي لیکوال (صباغ) تر هغه اټکله څو قدمه وړاندې وه چې د برتانوي ژورنالیستانو په اړه یې ویلي وه چې له اسرائیلو سره په مرکه کې له ډیره نرمښته کار اخلي. دغې راډیويي خپرونې له اسرائیلو سره په جنایتونو او دسیسو کې همکارۍ او مرستې سره ډیر مشابهت درلود، ځکه چې خلک یې تش د اسرائیلو له دریځ او موقف څخه خبرول غوښتل.

ستاسو خوښه چې دغسې مرکې هر څه بولئ، خو دې ته ژورنالیزم نه ویل کیږي. دا په حقیقت کې «شرم او رسوايي» ده، په دې کار سره د BBC چې له پخوا څخه یې د اسرائیلي استعمار په اړه نامعیاري راپورونه خپرول، اعتبار او حیثیت لا پسې پر ځمکه راپرېووت.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د