طالبان: ملکي تلفاتو څخه تبلیغاتي استفاده اخېستل «جنګي جنایت» دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور په کلکو ټکو رد کړی او دا یې د بې ګناه افغانانو د ژوند او مرګ څخه تبلیغاتي استفاده او جنګي جنایت بللی دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان دفتر (یوناما) پرون د ملکي تلفاتو په اړه د ۲۰۱۵ز کال د لومړنیو ۳ میاشتو راپور خپور کړ چې په کې طالبان د ۷۳ سلنه ملکي تلفاتو مسوولین، حکومت د ۱۴ سلنه او امریکا ته په کې برات ورکړل شوی و.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د یوناما د راپور قضاوت په کلک محکوموي.

هغوی ویلي څه ډول چې د ملکي وګړو وژل جرم دی «همدا راز د د ملکي تلفاتو له مسئلې سره سیاسي او مغرضانه چلند، د ملکي وژنو پټول، جنګي جنایت کارانو ته تبرئه ورکول او د بې ګناه افغانانو د ژوند او مرګ له مسئلې څخه یوازې تبلیغاتي استفاده هم جنګي جنایت بلل کیږي».

د یوناما په راپور کې امریکایانو ته چې په تېرو څو میاشتو کې يې لسګونه ځل بمبارونه کړي دي، برات ورکړل شوی دی.

طالبانو ویلي چې دغه ډول یو طرفه راپور د ستونزې حل نه دی بلکې د دوی پر وړاندې د تبلیغاتو لپاره لاره هوارول دي.

دوی ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې افغان ځواکونو په هلمند کې ۲۰۰ څخه زیات ملکي وګړي وژلي او ټپيان کړي دي.

څه موده وړاندې رسنیو هم راپورونه ورکړل چې د هلمند د سنګین په جګړه کې افغان امنیتي ځواکونه ملکي وګړي په نښه کوي. راپور زیاته کړې وه چې امنیتي ځواکونو په سنګین کې بې شمېره ملکي وګړو کورونه ړنګ کړي دي.

طالبانو د غزني په شلګر او ده‌یک ولسوالیو کې د حکومتي عسکرو لخوا د ملکي وګړو وژنو او ټپي کېدنو ته هم اشاره کړې ده. هغوی ویلي چې « د تيرې میاشتې په جریان کې د غزني په ده‌یک او شلګر ولسوالیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ تر ۷۰ پورې ملکي کسان شهیدان او ټپيان شول او ۲۰۰ پورې د ملکي خلکو کورونه ویجاړ شول او په سلهاوو رأسه مواشي له منځه لاړل چې په اړه يې د سیمې د خلکو لخوا مظاهرې هم وشوې او رسنيو يې راپورونه خپاره کړل».

خبرپاڼه زیاتوي چې په د هېواد په بېلابېلو برخو کې چې کله «د کابل ادارې عسکر، پولیس او اربکیان تلفات وويني نو کسات له عامو خلکو اخلي او په خورا بې پروايي سره د ملکي خلکو کورونه په نښه کوي، هغوی شهیدانوي، ټپيانوي او زندانونو ته یې غورځوي، همدارنګه په بندیخانو کې له بندیانو سره په مسلسل ډول پلان شوي ظلمونه تر سره کیږي حتی د دوی خپل قوا نین هم نه مرا عت کوي ».

طالبانو په دوی پسې تړل شوي تورونه ردوي او وايي چې د دوی له لوري هېڅ ځای داسې پېښه نه ده رامنځته شوې چې په هغه کې دې «رېښتیني ملکي وګړي» چې د جګړې له مقابل لوري سره تړاو نه لري په نښه شوي وي.

« موږ په دې برخه کې خپل ټول احتیاط کړی، خو هغه بریدونه چې د کابل ادارې په اړوند اشخاصو ترسره شوي هغه کله هم ملکیان نه دي او نه هم مصئونیت لري، هغوی د مجاهدینو په وړاندې ښکاره ولاړ دي، مجاهدین شهیدانوي، ځوروي، شکنجه کوي، او د کابل ادارې سره په جنګي برخو کې مرسته کوي، د هغوی موازي که زموږ اړوند کارمندان او غړي هم د دښمن په لاس ورغلي نو هغوی شهیدان کړي، ځورولي او زندانونو ته اچولي».

طالبانو له یوناما غوښتي چې که غواړي د ملکي تلفاتو مخه ونیسي نو باید په دې برخه کې «واقع بین ووسي» او داسې راپورونه خپاره نه کړي چې تبلیغاتي حیثیت ولري او د دوی د «دښمن» په مظالمو سترګې پټې کړي.

د یادونې وړ ده چې یوناما په هر ځل د ملکي تلفاتو مسوول طالبان بللي خو امریکايي ځواکونه چې زیاتره د ډرون، جیټ او نورو جنګي الوتکو پر مټ ملکي وګړي وژني، څه نه وايي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د