افغانستان

هرات: د ماین په چاودنه کې پنځه تنه سرحدي پولیس وژل شوي دي

800 ap afghan explosion 100710نن ټکی آسیا: د هرات ولایت د ګلران په ولسوالۍ کې د ماین د چاودني له کبله ۵ تنه سرحدي پولیس وژل شوي دي چي یو يې افسر دی.
د افغانستان په لویدیځ کې د څلورم سرحدي زون د قومندانۍ د کشف امر روح الله بنیادي رسینو ته ویلي چي تیره مازیګر په سیمه ایز وخت د پنځو بجو په شاوخوا کې د ګلران ولسوالۍ اړوند د کاریز الیاس په سیمه کې د سرحدي پولیسو پر رینجر موټر ماین وچاودېد چي له کبله يې د یوه تن افسر په ګډون پنځه تنه سرحدي پولیس ووژل شول.

د نومړي په وینا دغه عسکرو په سیمه کې پوستو ته اکمالات رسول، چي د یادي پيښي سره مخ سول.
د بلي خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چي طالبانو د یوه برید په ترڅ کې پنځه تنه پولیس ووژل، چي یو تن يې قومندان وو، د نومړي په وینا طالبانو ددغه بریدونه وروسته پنځه میله وسله هم غنمیت کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x