
ایران سعودي ته د عمرې پروازونه ځنډولي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۴ل): ایران سعودي ته خپل د عمرې د الوتکو پروازونه وځنډول او د سعودي په دوه تنو پولیسو یې تور لګولی چې د جدې په هوايي ډګر کې د ایراني هلکانو باندي جنسي تیری کړې.
د ایران رسنیو ویلي چې دا پيښه دوه اونۍ مخکې هغه وخت را منځته شول، کله چې ایراني هلکانو د عمرې وروسته د سعودي څخه ایران ته د تګ په حال وه.
د ایران د کلتور وزیر علي جنتي د ایران رسمي تلویزني چېنل ته ویلي: ما د حج او عمرې ټولو تنظیمونکو ته ویلي چې عمرې ته دي تر هغو خپل مسافر وځنډوي، تر څو سعودي هغو پولیسو ته سزا نه وي ورکړې.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د کلتور وزیر علي جنتي ته په دې اړه پوره اختیار ورکړی چې څرنګه مناسب بولي هغه سي چلند وکړي، او جنتي ویلي چې په دې کار سره د ایرانیانو په عزت لوبي شوي، او مونږ سعودي ته رسمي شکایت کړی.
نوموړي وویل چې مونږ د ديپلوماتیکو لارو سعودي ته خپل اواز رسولی، او هغوی وعده کړې چې د جنایتکارانو سره به د قانون سره سم چلند کوي.
او زیاته یې کړه چې مونږ سره سعودي وعده کړې وه چې دوی به دغه دوه پولیس اعداموي، خو تر اوسه یې هیڅ هم نه دي کړي.
باید وویل شي چې سعودي ته هر کال د پنځه سوه زرو په شاوخوا کې ایرانیان د عمرې د ادا کولو لپاره ځي.
سعودي او ایران په دې وروستیو کې د یمن، عراق، سوریا، فلسطین او په ځینو نورو اسلامي هیوادونو کې د نفوذ پر سر سره په ساړه جنګ اخته دي.
سعودي ادعا لري چې ایران په یمن کې د حوثي ملیشو ملاتړ کړی، تر څو هغوی په شرعي حکومت انقلاب وکړي، او پلازمیني صنعا ته داخل شي.
ولادلته په تعجب کی سم سی دابیاسنکه نامنونکی تورپه سعودی دایران لخواه لگول سویده تاسی وینی ایرانی هلکان اوروپاامریکاپخپله سعودی اوورسره افغانستان ته ددی لپاره لیزل کیزی سی دخلکوجنسی تنده خروبه کری خونن بیاپه سعودی باندی ددی الزام لگولوپه خاطرعمره کونکی له عمری راگرزوی ؟