افغانستان

د پاکستان دوه لوړپوړي پلاوي سبا کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان د حکومت دوه لوړ پوړي پلاوي سبا کابل ته راځي.

په کابل کې د پاکستان سفارت لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه وايي چې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر خان به سبا کابل ته راشي او د ګډحکومت دواړو مشرانو اشرف غني او عبدالله عبدالله سره به وګوري.

ویل کیږي چې دغه پاکستاني چارواکي به په اقتصادي چارو کې د ولسمشر مرستیال محمد عمر زاخېلوال، ماليې وزیر اکلیل احمد حکیمي، د سوداګرۍ وزارت سرپرست مزمل شینواری او د افغانستان د تجارت او صنایعو اتاق له مسوولینو سره هم وګوري.

د خبرپاڼې له مخې دغه لېدنې د افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کېږي.

د یو بل خبر له مخې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک هم د یو لوړ پوړي ۲۷ کسیز پلاوي په مشرۍ سبا کابل ته راځي.

پژواک خبري اژانس د یوې حکومتي سرچېنې له قوله لیکلي چې خټک او د پښتونخوا د حکومت نور لوړپوړي چارواکي به د ګډحکومت د دواړو مشرانو سربېره پخواني ولسمشر حامد کري او د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي سره وګوري.

دواړه لوري په سوداګریزو، سیاسي، امنیتي او د مهاجرینو د ستونزو په اړه سره خبرې اترې وکړي.

د ګډحکومت د رامنځته کېدو سره پاکستاني چارواکو کابل ته سفرونه ډیر کړي دي.

ګډحکومت د افغانستان د سولې اړوند ټولې هېلې پاکستان پورې تړلي دي خو شننونکي یې تېروتنه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x