نظــر

په کاپیسا کې دنيواکګرو داړې ماتې شوې!

sarkozi french armyپه رښتیا هم چې الله جل جلاله ډېر لوی غيرتي او عادل ذات دی، له ظالمانو نه دځورول شوو، بې وسو او بې وزلو غچ او انتقام خامخا اخلي، یا خو په دنیا کې او که نه په آخرت کې خو یې خامخا اخلي، او په دې دټولو مسلمانانو ټینګ باور دی، خو کله کله الله جل جلاله په دنیا کې دځینو نارواوو او ظلمونو له کبله په خپل غیبي ځواک سره داسې څه وکوي چې دکړېدلو زړونو ته پټئ، ظالمانو او زیاتی کوونکو ته دعبرت درس وګرځي.

څو ورځې مخکې په نړیوالو رسنیو کې دوه خورا دردوونکې او ځوروونکې پېښې را پورته شوي، چې دواړو تر افغان غیرتي ولس پورې تړاو درلود، او دواړه داسې کرکجنې اوکرغېړنې وي چې دنړئ په کچه ټولو انسانانو وغندلې، دټولې نړئ په وړاندې یې دنیواکګرو اخلاق، انسانیت، انسانیت ته ددوی درناوی، شپه او ورځ دبشریت دساتنې او ژغورنې په هکله ددوی پوچې نارې سورې تر کلکې پوښتنې لاندې راوستې.

دغه پېښې په عامه توګه دټولو انسانانو، په ځانګړي ډول دافغان ولس او بیا په تېره دمجاهدینو لپاره خورا دردوونکې وي، ځکه دغه پېښې پرته له دې چې یو کرغېړن کار و، له داسې کسانو سره تر سره شوې وې چې هغوی دټولو آسماني او ځمکنیو نړیوالو قوانینو، دودونو او ارزښتونو له مخې بې وسه او ناتوانه وو، انسان چې کله له دنیا نه سترګې پټې کړي دهغه تړاو له دنیا سره غوڅ شي، هېڅ نشي کولی، له همدې کبله ټول انسانان دهغوی په بې وسئ او ناتوانئ پوهېږي، درناوی یې کوي او له هر رنګه سپکاوي څخه یې ځان ساتي، همدا رنګه ماشومان دنړئ په کچه دانسانانو یو ناتوانه، بې وسه او پاک کهول دی، هغوی تر ډېره پورې دښه او بد توپیر سم نشي کولای، زړونه یې پاک وي دشیطان له لمسونو او لومو نه بې پروا او ناخبره وي، ځکه خو هر انسان په درنه سترګه ورته ګوري، تر وسې وسې یې درناوی کوي، مهرباني پرې کوي، غوښتنې او هیلې یې پوره کوي.

مګر ځناور نیواکګر چې هېڅ کله انسانان نشي ورته ویل کېدای له دغه دواړو ناتوانه اوبې وسه ډلو او طبقو سره داسې غیر اخلاقي، غیر انساني کړنه تر سره کړې چې هېڅ ژوندی زړه او ویښ ضمیر یې نه شي بښلای.

په دې کې شک نشته چې الله جل جلاله عادل او غچ اخیستونکی ذات دی، دمظلومان آواز اوري، ډېرو ځورېدلو او په دغه پېښو دردېدلو مسلمانانو په تېره بیا افغانانو به خپل پالونکي ته دبې وسئ او ناتوانئ اوښکې تویې کړې وي، خپل لاسونه به یې دده لوی دربار ته لپه کړي وي، او له دغه ظالمانو نه به یې دغچ اخیستلو غوښتنه او سوال کړی وي، که په خوله نه وي په زړه خو به هر مسلمان ددې هېله کړې وي چې داسې څوک وای چې دغه ځناور یې  له ګریوان نه را نیولی وای او ددغه مظلومو شهیدانو او پاکو ماشونو په وړاندې له داسې کرغېړنو کړنو  یې ترې پوښتلې وای، دهغوی غچ یې ترې اخیستی وای.

 الله جل جلاله دغه غچ واخیست او هغه دا چې خپله دهمدغه تاړاکګرو په هډه کې ددوی په لاس روزل شوی افغان مجاهد ځوان یې ورته راپورته، ددوی دمیندو، پلرونو، دوستانو، ولسونو، نړیوالو خواخوږو، آن ولس مشرانو او  نیواکګرو دلویو لویو چارواکو زړونه یې پرې ټپي ټپي کړل، تر دې چې دفرانسې ولسمشر خو سمدستي په افغانستان کې خپلو میشتو سرتېرو ته دعملیاتو دودرولو وویل! یوازې دا نه بلکې ددې دړکه یې هم وکوله چې که په افغانستان  کې امنیت ښه نشي، کېدای شي دده هېواد خپل سرتېري وباسي!!! ډېر دتعجب ځای دی! دڅلورو سرتېرو په وژل کیدو او دشپاړسو په ټپی کیدو دومره ژړا او آنګولا! دومره لوی لوی ګامونه پورته کول!! له دېنه ښکاري چې وژل شوي فوځیان څلور نه دي کوم چې نړیوالو خبري رسنیو وویل، بلکې اوه، اته کسان دي، لکه اسلامي امارت چې وویل، او بل دا چې دا عادي فوځیان نه بلکې لوی لوی فوځي مشران وو، که نه، له دې مخکې دفرانسې ګڼ شمېر سرتېري په ګڼو ځایونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي، چې تر ټولو زیات یې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې داوزبین په تنګي کې داسلامي امارت دباتورو مجاهدینو له خوا تار ومار شول، مګر دومره چټک او لوی غبرګون ېې کله هم نه وو ښودلی.

دا سمه ده چې دشهیدانو او ماشومانو په وړاندې کرغېړنتوب او ځناورتوب نېغ په نېغه فرانسوي سرتېرو نه دی کړی، مګر دوی دهمدغه نړیوالو نیواکګرو ټینګ ملګري او دهمدغه لویې کړئ یوه کارنده کړئ ده، هغه چې وایي: خړ سپی دلیوه ورور دی! او فرانسې خو له ډېر پخوا نه  زمونږ دګران هېواد په چارو کې لوڅه او بربنډه لاسوهنه کړې ده، هیله ده په دې ګوزار سره یې سد سرته ورشي او خپل ځان وپېژني.

کېدای شي ددغه مجاهد سرتېري دکړنې او دنوموړو کرغېړنو پېښو تر منځ نیغ په نیغه کوم تړاو شتون ونه لري، او کېدای شي ویې لري، هغه دا چې دغه مجاهد له نوموړو پېښو نه خبر شوی وي، نو یې خپله ایماني او وجداني دندې ته لاس کړی وی، دا چې نوموړی مجاهد نیواکګرو ته ژوندی په لاس ورغلی ـ الله جل جلاله یې دې ساتنه او مرسته وکوي ـ نو په راتلونکې کې به ټولو ته جوته شي چې کیسه څه ده؟

که دغه خوندوره پېښه دهغو کرغېړنو پېښو زېږنده هم نه وي، لیري نه ده چې دېته ورته او له دېنه هم نورې ارزښتناکې او خوندورې پېښې به دافغان غیرتي ولس شمله لوړه او نیواکګرو ته به وښيي چې ستاسو کرکجنې اوکرغېړنې کړنې پرته له دې چې دافغان غیرتی ولس دغیرت ویني په ځوښ راولي بل څه نه شي کولای! افغانان خو دتاریخ په اوږدو کې په غچ اخیستلو کې ځلانده نوم او نښان لري، ان شا‌ء الله چې ټوله نړئ او په ځانګړي ډول افغان ولس به په راتلونکې کې ډېر په زړه پورې پېښې وویني، کوم څه چې دټولو مات زړونه به روغ او مړاوې هیلې به یې یو ځل بیا راژوندئ کړي، وما ذلك علی الله بعزیز.

اتل مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x